د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

لاوروف له هندي چارواکو وروسته اوس پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږیږي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې له پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي.

سرګي لاوروف تر دې مخکې له هندي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړې او هند د افغانستان امنیتي وضعیت ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروسته تردې له نوي ډیلي، اسلام اباد ته مخه کړه چې د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان وضعیت په مستقیم ډول د هند پرامنیت اغیز کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خپل هندي سیال سره
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خپل هندي سیال سره

سرګي لاوروف د یوه دیارلس کسیز پلاوي په مشرۍ پرون له هنده پاکستان ته ولاړ.

دا په تېرو نهو کلونو کې لومړی ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو یو وزیر پاکستان ته سفر کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د لاوروف د اسلام اباد د سفر په اړه ویلي دي چې هدف یې د افغانستان وضعیت ته د دواړو هېوادونو ګډه اندېښنه ده.

لاوروف پرون سې شنبه (د وري ۱۷مه) په نوي ډیلي کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې پر داسې سولې ټینګار وکړ چې ټول افغانان په کې وي.

نوموړي وویل: "د طالبانو تحریک د افغان ټولنې یوه برخه ده، نو د افغان مسئلې د هواري په پرېکړه کې باید د افغانستان ټولې سیاسي، قومي او مذهبي ډلې شاملې وي، که نه ثبات نه شي راتلی. دا ډول پرېکړه باید د سیاسي، قومي او مذهبي توازن پر بنسټ وي چې په حکومت کې ټول خپل استازیتوب ولري."

لاوروف وویل د طالبانو تحریک د افغان ټولنې یوه برخه ده
لاوروف وویل د طالبانو تحریک د افغان ټولنې یوه برخه ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د هند له بهرنیو چارو وزیرسره یې موافقه وکړه چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړي استازي په منظم ډول په ارتباط کې وي.

'اېس.جي.شنکر' بیا د نوي ډیلي اندېښنې ته په اشارې سره، سیاسي حل لاره د ډیموکراتیک افغانستان په معنی بیان کړه: "د هند لپاره، څه چې په افغانستان کې پېښیږي په مستقیم ډول د هند پر امنیت تاثیر کوي. ما خپل نظر شریک کړ چې هلته د هغه هېواد دننه او شااوخوا پایداره سوله د ټولو په ګټه ده. د سولې بهیر باید پر دې اساسي اصولو ولاړ وي چې موږ ټول یې تاییدو او سیاسي حل لاره د خپلواک، حاکم، متحد او ډیموکراتیک افغانستان په معنی ده."

د هند د بهرنیو چارو وزیر 'اېس.جي.شنکر' وايي، د هند لپاره، څه چې په افغانستان کې پېښیږي په مستقیم ډول د هند پر امنیت تاثیر کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر 'اېس.جي.شنکر' وايي، د هند لپاره، څه چې په افغانستان کې پېښیږي په مستقیم ډول د هند پر امنیت تاثیر کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له هنده په داسې وخت کې پاکستان ته تللی دی چې د مې لومړۍ نېټې ته څه باندې درې اوونۍ پاتې دي.

دا هغه ورځ ده چې د امریکا پخواني حکومت ژمنه کړې وه چې تردې نېټې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

خو اسوشیټېډ پرېس اژانس د یو شمېرامریکایي چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخېستي، څرګندوي چې متحد ایالاتونه غواړي له درېیو تر شپږو میاشتو پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو موده تمدید کړي.

XS
SM
MD
LG