د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

له سولې مخکې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د کورنۍ جګړو امکان!


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي، که له سولې مخکې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو په افغانستان کې به کورنۍ جګړې رامنځته شي.

وړاندې راغلي، افغان حکومت په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې تر مې میاشتې له افغانستانه د ځواکونو وتل سخت دي.

د لیکوال په وینا که څه هم طالبانو ویلي چې دا کار د دوحې د هوکړې نقض دی، خو ویل کېږي که طالبانو ته د بندیانو د خلاصون، له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل او په ځینو نورو برخو کې امتیازات ورکړل شي، نو ښايي پر یو لنډ ځنډ هوکړه وکړي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د جګړې دواړه اړخونه باید درک کړي چې دوی له بین الافغاني توافق پرته بله چاره نه لري او له بین الافغاني توافق پرته بله لاره کورنۍ جګړه ده چې ټول زیان یې افغان ولس ته رسېږي او هېڅوک به په کې بریالي نه شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د امريکا د پوځ د ځانګړيو عملياتو قوماندان ريچارډ کلارک وروستۍ څرګندونې را اخېستې چې ویلي یې دي، که امريکايي پوځيان په اوس وخت کې له افغانستانه ووځي د افغانستان امنيتي وضعيت به خورا کړکېچن شي.

وړاندې راغلي، افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضوري دوام په داسې حال کې مهم بلل شوی جرمني چې د افغانستان مهم ستراتيژيک ملګری او د ناټو مهم غړی هېواد دی، خپل پوځي حضور يې په افغانستان کې تمديد کړی او ځواکونه به يې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکوي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې يوازې افغانستان کې امریکا پوځي حضور دوام بسنه نه کوي، بلکې په وینا یې باید پر پاکستان فشار راوړل شي څو له ترهګرۍ لاس واخلي او له افغانستان سره نااعلان شوې مخامخ جګړه بنده کړي.

د لېکوال په وینا، سره له دې چې پاکستان د مسکو په غونډه کې د امارت مخالفت کړی، خو دا هېواد په افغانستان کې سوله نه غواړي، له همدې امله وېره ده چې افغانستان په يوازې حالت کې د ترهګرۍ پر ځاله بدلېدای شي، نو پر پاکستان نړيوال فشار ضروري دی او بايد امريکا دې ته پام وکړي.

اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ځايي سرچېنو له قوله لیکلي، چې ځانګړي ځواکونه د سیمه ییز قوماندان عليپور د نیولو په موخه د کورونو په پلټنې لاس پورې کړی دی.

وړاندې راغلي چې امنیتي ځواکونه د سیمه ییزو مشرانو او قانوني جواز پرته کورونه پلټلي چې په سیمه کې یې وېره خپره کړې او ډېری يې د سيمې پرېښودلو ته اړ شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم ویل کېږي چې عليپور له سیمې وتلی، خو د امنیتي ځواکونو دا ډول عملیات مناسب نه دي او باید له سره غور وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو عبدالغني علیپور چې په قوماندان شمشېر مشهور دی، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ونیوه، خو د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په منځګړتوب د یوه تضمین له اخېستو وروسته، هغه مهال خوشې شو.

XS
SM
MD
LG