د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د نجات ګوند: د سولې بهیر د مدیریت امتیاز څو چارواکي اخلي ولس ونډه نه لري


 د افغانستان د نجات ګوند عمر زاخېلوال
د افغانستان د نجات ګوند عمر زاخېلوال

د افغانستان د نجات ګوند مسوولانو چې نن د پنجشنې (د وري ۵مه) په ورځ یې په کابل کې د خپل فعالیت پیل اعلان کړ، د سولې په روان بهیر کې د حکومت پر کړنلارې نیوکه کوي.

‎د دې ګوند مشر حضرت عمر زاخېل‌وال وایي، د افغان سولې روان بهیر مدیریت یوازې د څو حکومتي چارواکو په لاس کې او د هغوی لپاره د امتیاز او ګټې لپاره دی.

‎ښاغلی زاخېل‌وال وایي، د سولې روانې پروسې ته خوښ دی، خو په خبره یې، سوله باید تعریف او له رامنځ‌ته شوي فرصته په سمه توګه ګټه واخېستل شي.

دی وايي: "د افغانستان د نجات حرکت په سوله کې واضح دریځ لري. موږ د سولې لپاره رامنځ‌ته شوېو فرصتونو ته خوښ یوو او په ستر ارزښت ورته ګورو، خو په دې وضاحت همدمره چې سوله ارزښت لري له هغه زیات د هېواد بشپړ ملي حاکمیت هم ارزښت لري، نو سوله غواړو خو داسې سوله چې هېواد کې یو بهرنی عسکر هم حضور ونه لري، له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو سربېره سوله باید تعریف شي."

‎بل‌خوا د دې ګوند نور غړي نیوکه کوي چې هېواد کې دننه د ملي یووالي او واحد دریځ نشتون له امله، د افغانستان په ملي مسایلو، په ځانګړي توګه د سولې په بهیر کې د نورو هېوادونو استخباراتو ته د لاس‌وهنې زمینه برابره شوې.

‎د افغانستان د نجات حرکت د رهبرۍ غړی فاروق وردګ وایي، اړتیا ده چې افغانان په خپله د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د سولې پروسه‌ مدیریت کړي، څو په خبره یې روان کرکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.

ښاغلی وردک زیاتوي: "اړتیا ده چې افغانان له دې وروسته خپله هره پرېکړه خپلو کې وکړي، په سیاسي مسایلو کې د سیمې هېوادونو له ښکېلولو ډډه وکړي او په ډیپلوماټیکو اړیکو کې دې د هېواد ثبات او ارامي په پام کې وساتي."

د افغانستان د نجات حرکت د رهبرۍ غړی فاروق وردګ
د افغانستان د نجات حرکت د رهبرۍ غړی فاروق وردګ

‎فاروق وردک د سولې په اړه د جمهور رئیس غني له لوري د شپږو میاشتو ترمنځ د ټاکنو له کېدو سره مخالفت ښیي او د هېواد په خیر یې نه ګڼي.

‎خو د جمهور رئیس سلاکار او د جمهوري ریاست د سټراټژیکو او عامه اړیکو رئیس وحید عمر بیا وایي، د جمهور رئیس د دې طرحې موخه، یوازې او یوازې د خلکو د رایو پر بنسټ، د واک لېږد دی.

دی وايي: "هغه چې د جمهور رئیس د ټاکنو د طرحې په توګه راوتلي، د ټاکنو طرحه نه ده، جمهور رئیس د سولې لپاره د لارې یوه نقشه برابره کړې او د چا د نقشې د تایید یا رد لپاره نه ده، خو په دې نقشه کې د سولې بېلابېل اړخونه شته، یو له هغو طرحه د خلکو د رایو په اساس د واک انتقال دی."

د جمهور رئیس سلاکار او د جمهوري ریاست د سټراټژیکو او عامه اړیکو رئیس وحید عمر
د جمهور رئیس سلاکار او د جمهوري ریاست د سټراټژیکو او عامه اړیکو رئیس وحید عمر

‎ښاغلي عمر له افغانستانه د امریکایي عسکرو وتل د طالبانو په ژمنو پورې تړلي وبلل.

‎د افغانستان د نجات حرکت په داسې حال کې د خپل موجودیت اعلان وکړ چې دا مهال د افغانستان د سولې پر سر په هېواد دننه او بهر بحثونه تاوده دي.

‎د دغه ګوند چارواکو د یاد ګوند د جوړولو هدف د سولې په برخه کې د عامو خلکو نظریاتو راټولولو او په واحده توګه د دوی د ون‌‌‌‌‌‌ډې مطرح کول یاد کړل.

‎دغه ګوند په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال په مشرۍ او د رهبرۍ غړي یې په پارلماني چارو کې د دولت پخوانی وزیر فاروق وردک، د حزب اسلامي مطرح غړی فضل هادي وزین، د علماوو شورا ځیني غړي او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو چارواکي دي.

XS
SM
MD
LG