د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

انډیپنډنټ: افغان ولسمشر ۲ وزیران وټاکل، خو په واک کې شریک یې غوسه کړ 


اشرف غني او عبدالله عبدالله
اشرف غني او عبدالله عبدالله
  • انډیپنډنټ

انډیپنډنټ ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، افغان ولسمشر دوه وزیران وټاکل، خو په واک کې شریک یې غوسه کړ.

ورځپاڼه لیکي، د اشرف غني له لوري د کابینې د دوو مهمو غړیو تغییر په حکومت کې د پیاوړي شریک عبدالله عبدالله له سخت غبرګون سره مخامخ شو.

انډیپنډنټ بیا دې اختلاف ته په اشارې سره لیکي چې دا په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د امریکا د متحدایالاتونو له لوري دا فشار په زیاتېدو دی چې له طالبانو سره سوله وشي.

اشرف غني او عبدالله عبدالله تېرکال د مې میاشتې په شلمه د واک د شراکت یوه موافقه وکړه.

دا موافقه دوې میاشتې وروسته تردې وشوه چې دغو دواړو د دوه زره نولسم کال د سېپټبمرد ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځانونه بریالي اعلان کړي وو.

د موافقې له مخې اشرف غنی ولسمشر پاتې شو او عبدالله عبدالله د ملي مصالحې د عالي شورا مشر شو. همدا راز د موافقې له مخې عبدالله عبدالله ته د کابینې د نیمایي وزیرانو د ټاکنې واک ورکړل شو.

ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي برطرفه کړ، د ده پرځای یې حیات الله حیات د سرپرست وزیر په توګه وټاکه، همدا راز لوی درستیز یاسین ضیا یې د سرپرست دفاع وزیر په توګه تعیین کړ.

انډیپنډنټ لیکي:

د دې تغییراتو په اړه ډېر لږ توضیحات ورکړل شوي دي، خو دې اقدام عبدالله عبدالله په قهر کړ او د شنبې په ورځ یې په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا پریکړه په اوسنیو شرایطو کې د هېواد د ګټو په زیان ده او د منلو نه ده.

دغه بریتانیایي ورځپاڼه وړاندې لیکي، دا تغییرات په داسې وخت کې راغلي دي چې د مې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل په رانژدې کېدو دی چې ترهغه وخته به ټول امریکایي سرتیري له طالبانو سره د شوې موافقې له مخې له افغانستانه وځي او په ورته وخت کې امریکا پر افغان حکومت او طالبانو فشارونه زیات کړې دي چې سوله وکړي.

د ورځپاڼې په باور د کابینې دا بدلونه ښایي د ولسمشرغني له لوري د امریکا د فشار پر وړاندې د درېدو یوه نښه وي او همدا راز د موقتې ادارې د ملاتړ د زیاتیدو په وړاندې دریدل وي.

  • انلاین پولیټیکو

امریکایي خپرونې، انلاین پولیټیکو بیا په افغانستان کې د امریکا د متحد ایالاتونو د پوځي حضور په ارتباط د ولسمشر جوبایډن نظر په یوه تحلیلي مطلب کې رااخیستی دی.

جوبایډن په دوه زره لسم کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د هغه وخت له ځانګړي استازي ریچارد هولبروک سره په یوه خصوصي غونډه کې پر دې سخت غبرګون ښودلی و، که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي هلته به د طالبانو تر رژیم راوروسته د افغان ښځو ترلاسه کړيو حقوقو ته سخت زیان ورسیږي.

پولیټیکو لیکي:

بایډن هغه وخت ویلي و چې بیا به خپل زوی د ښځو د حقونو لپاره هلته ونه لېږي چې ځان په خطر کې واچوي.

پولیټیکو خپرونه لیکي، د بایډن دا خبرې په هغو یادښتونو کې خپرې شوې دي چې هولبروک لیکلي دي او دا د ده له مړینې وروسته 'زموږ د خلکو' په نوم کتاب کې خپرې شوې دي.

په دې کتاب کې د بایډن په وینا راغلي دي چې باید له افغانستانه ووځو.
د خپرونې په باور دا دی تر دې خبرو لس کاله وروسته جو بایډن فرصت ترلاسه کړی دی، خو لاهم د ده پروګرام په افغانستان کې د پاتې دوه زره پنځه سوه امریکایي پوځیانو په اړه روښانه نه دی.

XS
SM
MD
LG