د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د طالبانو-امریکایانو هوکړه؛ طالبان: تر ۳ میاشتو پر ښارونو بریدونه نه کوو


ارشیف، د ننګرهار طالبان
ارشیف، د ننګرهار طالبان

یوې سرچینې چې مسکو کې یې د افغان دولت او طالبانو په پرونیو غونډو کې ګډون درلود، ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو امریکايانو سره په یو ډول لنډ مهالي اوربند سره سلا شوي دي.

دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو امریکايانو سره په یوې نوې امنیتي طرحې هوکړه کې چې پر بنسټ به یې، دغه ډله تر درې میاشتو پورې د ښارونو په مرکزونو بریدونه نه کوي او دغه شان به د ولسوالیو مرکزونه هم نه نیسي.

د سرچینې په خبره، طالبانو ویلي که امریکایان د مې میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه ونه وځي سره له دې چې د دوحې هوکړه به پرځای وي، خو دوی به په دغو ځواکونو خپل بریدونه بېرته پیل کړي.

دا سرچینه وايي، له رسمي غونډې پرونۍ غیر رسمي خبرې ښې وې.

په ورته وخت کې په افغان پلاوي کې هم یوې سرچینې د نوم او پېژندنې د پټ ساتلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو دا وړاندیزونه د دوو شرطونو په بدل کې مطرح کړي دي:

  • لومړی دا چې د دوی ۷۰۰۰ بندیان باید له بنده خوشې شي.
  • او دوهم دا چې د دوی د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته وایستل شي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي، د طالبانو له لوري یوه طرحه وړاندیز شوې چې له مخې به یې د ټولو اړوندو خواوو څخه عملیات کمیږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم

د ښاغلي نعیم په خبره، د هوکړې ټولې مادې به عملي کېږي، خو په خبره یې د اوربند مسئلې باندې هوکړه نه ده شوې.

نوموړی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل په هوکړه کې وروستۍ شوې خبره ده، نو په ټاکلي نېټې به له افغانستانه یاد ځواکونه وځي.

د مسکو عونډه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډون د مارچ په اتلسمه نېټه جوړه شوه چې د افغان حکومت او طالبانو پلاوو هم په کې ګډون درلود.

خو پرون جمعه (د کب ۲۹مه) بیا رسمي غونډه نه وه او طالبانو او د افغان حکومت پلاوو غیر رسمي غونډې او جلسې درلودې.

د افغانستان د دولت پلاوی تېره شپه د مسکو له غونډې بېرته راستون شو.

د پلاوي مشر او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ابتکار به د جګړې د پای ته رسولو لپاره مهم ګام وي.

ده پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې غونډه کې د سولې بهیر پر چټکتیا او له رامنځته شوي فرصته په استفادې او ورته نورو مسایلو خبرې شوي دي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې وروستۍ غونډه مهمه وبلله.

د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري، پرون جمعه (د کب ۲۹مه) په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل افغانستان کې سوله د خلکو او د سیمې د پرمختګ خوب په واقعیت بدلوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد چودري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد چودري

د دغې غونډې په یوه اعلامیه کې کوربه هېواد روسیې او دغه راز د امریکا، چین او پاکستان استازیو افغانستان کې د سولې او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې دوحه کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړې، فوزیه کوفي ازادي راډیو ته ویلي، په دوحه کې د اجنډا په اصلي مواردو باندې د دواړو لورو ترمنځ بحثونه روان دي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړې، فوزیه کوفي
د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړې، فوزیه کوفي

اغلې کوفي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د اجنډا په اصلي مواردو بحثونه پیل شوي دي، په اجنډا کې چې د دولت رهبرۍ، مصالحې عالي شورا او له خلکو سره په همغږۍ د اسلامي جمهوریت د پلاوي له خوا کومې سپارښتنې شوي، هغه د خلکو په ورځني ژوند اغېز لري، بحثونو په ځینو مواردو کې وروستي شوي."

د اغلې کوفي په خبره که څه هم، د اجنډا د شااوخوا ۵۳ ټکو پرسر هوکړه یو څه وخت نیسي خو په خبره یې مذاکرات مثبت لوري ته روان دي.

په پام کې ده چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۸ مه نېټه د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې هم ناسته جوړه شي چې ملګري ملتونه به هم په کې برخه ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG