د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د مسکو غونډه؛ عبدالله: له طالبانو سره پر هر ډول موضوعاتو خبرو ته چمتو یو


د افغانستان د سولې په اړه په مسکو نننۍ غونډه
د افغانستان د سولې په اړه په مسکو نننۍ غونډه

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس د مسکو په غونډه کې هر څه ژر د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي عبدالله د دې ناستې ګډونوالو ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي، څو دواړه لوري په یوه نوې فضا کې د سولې خبرې پیل کړي.

ښاغلي عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب له طالبانو سره بې له کوم قید او شرطه په هر ډول موضوعاتو خبرو ته چمتووالی وښود، خو ترڅنګ‌یې د تېرو لاسته راوړنو له ساتنې سربېره، د ټاکنو له لارې د هېواد د سیاسي برخلیک پر معلومېدو ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله خبرداری ورکړ، که د سولې اوسنی فرصت له لاسه ووځي، د هېڅ یوه لوري په ګټه به نه‌وي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د طالبانو بندیانو په ازادۍ او په دوحه کې د مخامخ خبرو په پیل سره د جګړې د پای هیله درلوده، خو نه‌یوازې دا چې جګړه پای ته ونه‌رسېده، بلکې تاوتریخوالی او هدفي وژنې زیاتې شوې او افغانان هره ورځ قرباني ورکوي.

د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی او د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو شمېر غړي
د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی او د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو شمېر غړي

د مسکو غونډې په پیل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د افغانستان د شخړې په بین‌الافغاني او سیاسي حل ټینګار وکړ.

ښاغلي لاوروف وویل، په افغانستان کې باید د سولې داسې یوه هوکړه وشي چې ټولو لورو ته د منلو وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا پر مهال د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کوربه‌توب وکړي.

لاوروف په دوحه کې د سولې خبرو روان ځنډنی حالت له زغم پورته وګاڼه او د امریکا او طالبانو ترمنځ‌یې د دوحې د هوکړې په عملي کېدو هم ټینګار وکړ.

د افغانستان سولې په اړه د مسکو غوندې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وینا پر مهال
د افغانستان سولې په اړه د مسکو غوندې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وینا پر مهال

که څه هم د مسکو غونډې لومړۍ برخه پای ته رسېدلې او دا غونډه د یوې ورځې لپاره کېږي، خو دوهمه هغه‌یې اوس‌مهال د بندو دروازو تر شا روانه ده.

په دې غونډه کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وویل، افغانان باید پرېښودل شي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.

هغه د دوحې تړون په عملي کېدو د ټینګار ترڅنګ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اوسنیو ستونزو په هواري کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو شمېر غړي
د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو شمېر غړي

د مسکو غونډه د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ترمنځ د ترویکا د ناستو دوام دی چې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل کېږي، خو دا ځل‌یې یوه برخه د افغانستان سولې ته ځانګړې شوې ده.

تمه ده د دې غونډې په پای کې د ټولو خواوو له لوري د افغانستان د سولې په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

XS
SM
MD
LG