د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

سوله؛ امریکا: د مسکو غونډه به دوحه کې د بین الافغاني خبرو ځای ونه نیسي


قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه
قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه به په دوحه کې د بین الافغاني خبرو ځای و نه نیسي.

دا خبره د دې وزارت مرستیال ویاندې جلینه پورټر Jalina Porter پرون سې شنبه (د کب ۲۶مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

نوموړې دغه راز وویل چې متحده ایالات نه د کومې بلې غونډې د کوربه توب پلان لري او نه ویلی شي چې نژدې راتلونکې کې نورې غونډې په پام کې دي او که نه؟

خو جلینه پورټر تایید کړه چې په مسکو کې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې کابل ته یې دوه ورځنۍ سفر پرون سې شنبې بشپړ کړ، ګډون وکړي.

نوموړې زیاته کړه، خلیلزاد په دې سفر کې هڅه کوي چې د افغان سولې پروسه ګړندۍ کړي چې په نتیجه کې یې یو جوړ جاړی او تل پاتې اوربند وشي.

د مسکو په غونډه کې دغه راز د چین، روسیې او پاکستان د استازیو ترڅنګ د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي هم ګډون کوي.

د افغانستان د دولت د دولس کسیزي پلاوي مشري به د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د لس کسیز هغه به د دې ډلې مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر کوي.

XS
SM
MD
LG