د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

مسیر: د کوچنیو مسایلو په لویولو سره د سولې فرصت باید زیانمن نه‌شي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرلیکنه کې، د سولې په تړاو د مسکو او انقرې په غونډو کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو لیکلي دي.

په سرلیکنه کې راغلي، ټاکل شوې چې د حوت مياشتې په ۲۸مه په روسيه کې د افغان سولې په هکله يو نړيوال کنفرانس جوړ شي او همدارنګه په ترکيه کې هم د امريکا په غوښتنه او د ملګرو ملتونو په استازولۍ بله غونډه جوړېدونکې ده چې دې غونډې ته پراخ تياری نيول شوی دی او افغان حکومت هم په دې غونډه کې ګډون کوي څو د خپل صلاحيت په محدوده کې د سولې مسئله مطرحه کړي.

خو لیکوال ټینګار کړی چې په دې برخه کې باید د افغان حکومت دريځ پياوړی وي څو په افغانستان کې تپل شوې جګړه او يا هم د يو شمېر ګاونډيانو اوسيمه‌ييزو هېوادونو نااعلام شوې مخامخ جګړه پای ته ورسېږي.

ورځپاڼې لیکلي، بنسټیزه سوله د افغان حکومت مهمه غوښتنه او د افغانانو حق دی چې نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې همکاري وکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د سولې او د انتقالي حکومت د طرحې په اړه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې لومړنۍ غونډې ته اشاره کړې لیکلي، که رښتیا هم د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټه چې په‌کې د مهمو سیاسي اړخونو استازي او مشران هم شته، یو واحد دریځ پيدا کړي او ځيني نور سیاستوال هم ورسره همغږي شي، نو دوی به لویې لاسته راوړنې ولري.

وړاندې راغلي، په دې سره به د افغانستان دریځ پیاوړی، معقول او د افغانستان د ډېرو خلکو د نظریاتو ممثل شي.

لیکوال ټینګار کوي چې د امریکا له‌خوا د سولې د انتقالي حکومت جوړه شوې طرحه باید د مصالحې په عالي شورا کې وارزول شي، مثبت او منفي ټکي یې باید معلوم شي او د دې ترڅنګ باید دا په پام کې ونیول شي چې د سولې لپاره یو چانس شته او د کوچنیو مسایلو په لویولو سره د سولې فرصت باید زیانمن نه‌شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د مصالحې عالي شورا له رهبرۍ کمېټې همدا تمه کېږي چې یو معقول، د سولې په ګټه، جامع او سم دریځ خپل کړي او له سولې سره مرسته وکړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکي، په داسې حال کې چې د ترکیې غونډې ته څه باندې دوه اوونۍ پاتې دي، جمهوري غوښتونکو په افغانستان کې د سولې لپاره د متحده ایالاتو د پلان د تعدیل په اړه کار پیل کړی دی.

د لیکوال په وینا، هغه څه چې تر دې دمه روښانه شوي دا دي چې لنډمهاله/ انتقالي حکومت له ټولې نړۍ له‌خوا یو مطرح شوی نظر دی.

د لیکوال په وینا، ارګ که څه هم په دې پوهېږې چې د مقاومت د دوام توان نه‌لري، خو د امتیاز اخیستلو لپاره نه‌غواړي چې په اسانۍ له خپل دریځ څخه په شا شي.

XS
SM
MD
LG