د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

جنرال مک‌کنزي: که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، جګړه به شدت ومومي


ارشیف، د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي
ارشیف، د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي

د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ګډوډۍ به زیاتې او جګړه به شدت ومومي.

جنرال فرانک مک‌کنزي لاس انجلس ټايمز سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، که امريکايي ځواکونه د ټرمپ او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ په مې میاشت کې له افغانستان څخه ووځي، طالبان به په ګډوډیو لاس پورې کړي او افغان حکومت به په خپلو سیمو د واک ساتلو لپاره طالبانو سره په یوه سخته جګړه کې ښکېل شي.

ښاغلي مک‌کنزي دغه مرکه او خبرې تېره ورځ جمهور رئیس محمد اشرف غني سره تر لیدنې او خبرو وروسته کړي چې ارګ‌يې هم په اړه په یوې اعلاميه کې ويلي، دا خبرې تر ډېره د سولې، امنيتي وضعیت او افغان ځواکونو د ملاتړ په اړه وې.

خو د افغانستان ملي امنیت شورا بیا دغه څرګندونو ته په ځواب کې وايي، د دوحې له تړون وروسته یوازې د بهرنیانو سرونه خوندي دي او افغانان لا هم وژل کېږي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۵» ازادي راډيو ته وویل: "په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو له هوکړې وروسته د بهرنیانو سرونه خوندي دي، خو لا هم په جګړه کې افغانان وژل کېږي، که بهرنیان ووځي یا ونه‌وځي د جګړې د مهارولو او په نظام کې د سیاسي مشارکت لپاره یوازنۍ حل لاره اوربند او سوله ده چې د مذاکراتو له لارې راتلی شي."

رحمت‌الله اندړ
رحمت‌الله اندړ

هغه خبره چې تل افغان حکومت پرې ټينګار کړی دی.

جنرال فرانک مک‌کنزي دغه‌شان ویلي، د امریکايي ځواکونو وتل کولای شي لویو ښارونو ته د طالبانو ګواښونه زیات کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني استازي کرس الکساندر له انډیا ټوډې ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې طالبان د زور له لارې واک ته نه‌شي رسېدلای.

د ده په خبره، دغه ډله باید راشي او له افغان حکومت سره په ګډه د سولې لپاره کار وکړي.

ښاغلی الکساندر زیاتوي: "موږ ټول باید کار وکړو چې طالبان خپل کور (افغانستان) ته راشي او له افغانانو سره د سولې په خبرو کې باید ښکارنده ونډه واخلي او دوی باید خپل ژوند ته راوګرځي."

بل‌خوا په خېبر پښتونخوا کې سیاستوال افراسیاب خټک هم له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې روانه جګړه نور ودروي.

هغه د پېښور په (پاکستان پرس کلپ) کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې په دوحه کې روانې خبرې که له ستونزو سره مخ کېږي طالبان به یو ځل بیا خپلو سرتېرو ته د ځینو سیمو د نیولو امر کوي.

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

ښاغلی خټک وايي: "له امریکا سره مو روغه وکړه، افغانانو سره جنګ کوئ؟ پلونو او سړکونو سره جنګ کوئ؟ ښوونځيو سره جنګ کوئ؟ دا جنګ ناروا دی. دا جنګ چې بند نه‌وي دوی بیا ترې ګټه پورته کوي، اوس چې بیا طالبان سره راټول شوي د څه لپاره دي، دا د طالبانو پلان دی که په دوحه کې خبرې ستونزې سره مخ شي، نو دوی بیا خوست څنګه ونیسي، پکتیا ځنګه ونیسي او پکتیکا څنګه ونیسي."

دې ټولو څرګندنو ته په ځواب کې بیا طالبان وايي چې دوی د جګړې پر ځای خبرو ته لومړیتوب ورکړی.

خو د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازاډي راډیو سره په خبرو کې وايي، که د خبرو لاره له ستونزو سره مخ کېږي افغانان بیا د خپل هېواد ساتنه له نظامي لارې هم کولای شي.

د ده په خبره، بهرنیان یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو مسؤلیت لري، نه دا چې د هېواد په دننه مسایلو کې لاسوهنه وکړي.

XS
SM
MD
LG