د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

ډېلي ټلېګراف: په افغانستان کې سوله باید ښځو ته بریا ورپه برخه کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډېلي ټلېګراف

د بریتانیا چاپ ډېلي ټلېګراف ورځپاڼې د افغان ښځو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، 'په افغانستان کې سوله باید ښځو ته بریا ورپه برخه کړي'. دا مقاله ناهید فرید، نیلوفر جلالي کوفي او ملالۍ اسحاقزۍ په ګډه لیکلې ده.

په دې مقاله کې راغلي، کله چې تېره اوونۍ د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه، تر ډېره د ښځو لاسته راوړنې په‌کې ونه‌لمانځل شوې، بلکې هغه ننګونې یادې شوې چې ښځې اوس هم ورسره مخامخ دي.

په مقاله کې لیکل شوي چې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو ۲۰ کاله وشول او کله چې موږ تېرو دوو لسیزو ته ګورو، د افغان ښځو لاسته راوړنې د پام وړ وې.

وړاندې لولو چې له ۲۰۰۱م کال وروسته چې کومې نجونې په افغانستان کې زېږېدلې، هغوی بېل ذهنیت لري، له هغو ښځو بېل چې د طالبانو د رژيم پر مهال‌يې ژوند کړی کله چې نجونو ښوونځیو ته د تګ اجازه نه‌درلوده او په ټول افغانستان کې شااوخوا ۵۰ زره نجونې زده‌کوونکې وې، خو د مقالې په لیکنه اوس افغان ښځې پيلوټانې، ساینس‌پوهانې، جنرالانې، خبریالانې، سوداګرانې او د ټولنې مشرانې دي.

د مقالې لیکوالانو د قدریه یاسیني او ذکیه هروي په نوم د ښځينه قاضیانو یادونه کړې چې د روان کال په لومړیو کې د کار ځای ته پر لاره ووژل شوې. په مقاله کې راغلي چې دا لومړۍ او اخري کسانې نه‌دي چې قرباني شوې.

د مقالې لیکوالانو استدلال کړی چې د سولې د تړون په صورت کې ښايي یو شمېر وزارتونه، په ولایاتو کې یو شمېر څوکۍ او په پارلمان کې طالبانو ته ځای ورکړل شي، خو د ښځو حقونه او په ټولنه کې د دوی پر رول جوړجاړی د منلو وړ نه‌دی.

د مقالې په پای کې لولو چې افغان نجونو ته د زده‌کړو ترڅنګ باید دا هیله هم ورکړل شي چې دوی د خپل هېواد په راتلونکي کې رول لوبولای شي، کار کولای شي، تجارت کولای شي او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کولای شي.

  • د بخښنې نړیوال سازمان

د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله وېب‌پاڼه په یوه مطلب کې له افغان حکومته غوښتي چې د بشري حقونو مدافعین دې خوندي کړي.

په مقاله کې راغلي چې درې میاشتې وشوې چې د ولسمشر په فرمان د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب په هدف ګډ کمېسیون رامنځته شو، خو تر اوسه د خوندیتوب د اغېزناک مېکانیزم په برخه کې عملي اقدامات نه‌لیدل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز د خوندیتوب له ګډ کمېسیون څخه هم غوښتي چې د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب د تضمین په خاطر دې لازمي اقدامات وکړي.

  • یوناما

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما یو راپور وايي چې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۳۲ د بشري حقونو مدافعین وژل شوي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې د ۲۰۲۰م کال له سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۱م کال تر جنورۍ پورې ۱۱ د بشري حقونو مدافعین او خبریالان وژل شوي.

په دغو کې په هلمند ولایت کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي هم شامل دی چې د نومبر په ۱۲مه نېټه د ده په موټر کې د ايښودل شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG