د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

افغان پلاوی د مسکو غونډې ته لاړ؛ عبدالله وايي د بریالیو بحثونو په لټه کې دی


مسکو غونډه کې ګډون کوونکی افغان پلاوی
مسکو غونډه کې ګډون کوونکی افغان پلاوی

د مسکو په غونډه کې ګډون کوونکی افغان پلاوی نن روسیې ته ولاړ. په دې پلاوي کې حکومتي چارواکي، سیاسي مشران او د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي شامل دي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوي مشري کوي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

  • دواړه لوري به د سولې پروسې د ګړندي کولو.
  • په دوحه کې د سولې خبرو د پیاوړتیا.
  • افغانستان کې د جګړې پای.
  • له ترهګرۍ، جرمونو او نشه‌يي توکو سره پر مبارزې.
  • او د یوه خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره بحث وکړي.

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د تل‌ پاتې سولې لپاره د روسیې ونډه مهمه بللې او زیاتوي، له طالبانو او کوربه هېواد سره د بریالیو بحثونو په لټه کې یو.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس دغه شان د مسکو غونډه د افغانستان د سولې لپاره مهمه بللې او هیله یې ښودلې چې دوحه کې د سولې په خبرو او د ترکیې پر راتلونکې کنفرانس به مثبت اغېز ولري.

د مسکو غونډه کې له حکومتي پلاوي سربېره، مخکیني جمهور رئیس حامد کرزی، د ولسي جرګې رئیس مېر رحمان رحماني، عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور سیاسیون ګډون لري.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی لس کسیز پلاوی نن د چهارشنبې(د کب ۲۷مه) په ورځ مسکو ته ولاړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د ښاغلي محمد نعیم په خبره،دې پلاوي کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عبدالحکیم، عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، محمد فاضل اخند، خیرالله خیرخوا، سهیل شاهین، انس حقاني، محمد عباس ستانکزی او محمد نعیم شامل دي.

د مسکو غونډه چې موخه یې د افغانستان د سولې خبرو ګړندي کول، یوه معنا لرونکي پړاو ته د سولې خبرو دننه کېدل او دغه شان دې هېواد کې د تاوتریخوالی پای ته رسول دي، سبا د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پرون سې شنبه (د کب ۲۶مه) وویل چې حکومتی پلاوی به په یوه واحد دریځ او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام استازیتوب وکړي.

د ولسي جرګې د دارالانشاژ رئیس قادر ځاځی
د ولسي جرګې د دارالانشاژ رئیس قادر ځاځی

د ولسي جرګې د دارالانشاژ رئیس قادر ځاځی چې مسکو ته تللی ازادي راډیو ته یې وویل، د ولسي جرګې رئیس مير رحمان رحماني به دې غونډه کې د افغانستان له نظام او د خلکو له غوښتنو ملاتړ وکړي.

ښاغلی ځاځی وايي: "مؤقف همدا دی چې د نظام څخه به ملاتړ کوي. د افغانستان د خلکو هغه غوښتنې او هیلې چې د سولې په اړه یې لري، د همدې غوښتنو پر بنسټ به د سولې لپاره غږ پورته کوي."

تمه ده چې دې غونډه کې د امریکا په استازیتوب د افغان سولې لپاره د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیالې جېلنیا پرون وویل، خلیلزاد به د مارچ په ۱۸مه مسکو ته ولاړ شي.

اغلې پورټر که څه هم د مسکو غونډه د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو د اجماع لپاره مهمه بولي خو زیاتوي، دا غونډه به د دوحې بدیل نه وي.

بل‌خوا ښاغلي خلیلزاد کابل ته له خپل سفر وروسته، په خپله ټویټر پاڼه ولیکل: "ټول سیاسي شخصیتونه په دې سلا شوي چې د یوه سیاسي حل او تل‌ پاتې اوربند لپاره راتلونکو نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي."

خو په افغانستان کې د دې غونډې په اړه دریځونه په دوو برخو وېشل شوي دي.

ځینې یې د سولې خبرو د پرمختګ په برخه کې اغېزمن او ځینې یې بیا یو نمایش بولي.

د ولسي جرګې دوه غړي شېر محمد اخند او سیمین بارکزۍ وايي: "د مسکو د غونډې تایید کوو. هیله لرو چې دا غونډه د افغانستان د ملت لپاره یو ښه پیل وي. زه د افغانستان پر حکومت او طالبانو غږ کوم چې اوس یو چانس په لاس درغلی چې ټول په کې په عزت پاتې شئ.

-د مسکو غونډه کې پر واک معامله کولای شئ، خو د خلکو په برخلیک او د ماشومانو پر وینه معامله نه شئ کولای."

مسکو داسې مهال د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه‌ توب کوي چې افغانستان کې یې د لنډ مهالي یا مؤقت حکومت ننګه کړې، هغه څه چې د افغان حکومت له کلک مخالفت سره مخ دي.

تر دې چې جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون سې شنبه(د کب ۲۶مه) په بهرنیو چارو وزارت کې یوې غونډې ته وویل، که طالبان سبا هم ټاکنې کوي، ورته چمتو دی، خو له ټاکنو پرته خپل ځای ناستي ته د واک لېږد ته نه دی حاضر.

XS
SM
MD
LG