د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

مسکو ناسته کې د افغان سیاستوالو او چارواکو ګډون او د ځینو بنسټونو غبرګونونه


مسکو ته تللای افغان پلاوی
مسکو ته تللای افغان پلاوی

په مسکو کې د افغان حکومتي چارواکو، سیاستوالو او طالب استازو ګډه کې ‌‌ناسته کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون په هېواد دننه د ځینو سیاسي بنسټونو غبرګونونه پارولي دي.

‎د افغانستان د سولې کور بنسټ چارواکو نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې افغان حکومت د دغه شان ناستو په اړه له خلکو سره معلومات نه شریکوي او په خبره یې د سولې پروسه یې انحصار کړې ده.

‎د دغه بنسټ یوه غړې نګینه یاري وایي چې حکومت د سولې پروسه کې یوازې څو مشخصو ښځو ته ونډه ورکړې چې په خبره یې دا د نورو ښځو استازیتوب نه شي کولای.

نوموړې وايي: "له بده مرغه هر کله چې ملي برنامې او پرېکړې نیول کېږي د ښځو ونډه په کې څنډې ته کېږي او د دوی د حضور په بدل یوازې یو څو مشخصو ښځو ته امتیاز ورکول کېږي، خو زموږ وړاندیز دا دی چې ټولو ناستو کې یوازې هماغه دوه درې مشخصې ښځې نه لېږل کېږي، بلکې څېرې دې بدلې کړي، نور اغیزناکه ښځې چې سیاست کې لږ هم پوهېږي هغوی ته دې هم برخه ورکړل شي."

د دغه بنسټ غړو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې پروسه کې دې همکاري زیاته او له دغې پروسې دې په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول څارنه وکړي.

‎دوی په یو پرېکړه لیک کې وویل چې د مسکو په ناسته کې د مدني ټولنو د غړو، رسنیو او د جګړو د قربانیانو پر ونډې سترګې پټې شوي او هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مشوره ورسره نه ده شوې.

‎د دغه بنسټ غړی کریم سروش وايي: "که څه هم تېرو څو کلونو کې د افغانستان خلک لاسته راوړنې لري او دا یې ساتلي، خو له بده مرغه لیدل کېږي چې د تصمیم ګرۍ په کچه د ښځو د ونډې پر وړاندې ستونزې شته، د سولې د مذاکره کوونکو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې د ښځو ونډه کمه ده او د مسکو ناسته کې خو د مدني ټولنو، رسنیو او د جګړې د قربانیانو د کورنیو او استازو ونډه نادیده نیول شوې ده."

مسکو ته تلونکی افغان پلاوی
مسکو ته تلونکی افغان پلاوی

‎د افغان حکومت دوولس کسیز پلاوي چې مشري یې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي، نن پنجشنبه مسکو ته ورسېدل.

‎یو شمېر افغان سیاسیون او طالبان هم د دې غونډې ګډونوال دي.

‎که څه هم دا غونډه د روسیې، امریکا، چین او پاکستان د ترویکا د ناستو دوام دی، خو افغان لوری او طالبان هم ور بلل شوي دي.

‎بل خوا د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود هم نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) په یوه بله خبري ناسته کې مسکو ته د دغه پلاوي پر تګ نیوکې وکړې.

د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود
د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود

‎ښاغلي مسعود وویل چې که څه هم اوس د هېواد لپاره حساس سیاسي وضعیت دی، خو د سولې لپاره لا هم په هېواد دننه هڅه نه کېږي.

‎دی وایي، په تېرو ۱۹ کلونو کې افغان سیاستوالو د سولې له بهیر نه یوازې د خپل قدرت د دوام په توګه ګټه اخېستې: "​له بده مرغه په تېرو ۱۹ کلونو کې اکثره سیاستوالو له سولې د سیاسي امتیاز په توګه ګټه اخېستې ده، یا د قدرت د دوام او یا هم قدرت ته د راتګ لپاره، که په دې ۱۹ کلونو کې چې د نړیوالو ملاتړ هم موږ سره وو او د افغانستان خلک هم د سولې تږي وو، که په رښتیا د سولې لپاره کار شوی وای، نن به چېرې وو، معلومداره چې نن به نړیوال موږ لپاره یوه بله نوې پروسه نه پیلوله."

‎خو افغان حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا چارواکو له ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې د دغه سفر هدف د سولې لپاره هڅې بللي او ویلي یې دي چې دغه ناسته کې به د افغان سولې په اړه بحث او له نړیوالو هېوادونو د همکاریو غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG