د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د سولې په اړه د مسکو غونډې ته افغان دولتي پلاوي روسیې ته سفرونه پیل کړل


ارشیف، مسکو
ارشیف، مسکو

ولسي جرګې بېګاه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د دې جرګې مشر میر رحمان رحماني او د ولسي جرګې د دارالانشاء لوی رئیس عبدالقادر ځاځی وطندوست د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تېر ماښام روسیې ته ولاړل .

دوی د هغه دوولس کسیز لېست لومړني کسان دي چې د مسکو غونډه کې د افغانستان د دولت استازیتوب کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي، دا پلاوی چې مشري یې د یادې شورا رئیس عبدالله عبدالله کوي، نن چهارشنبه (د کب ۲۷مه) مسکو ته ځي.

د دې شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، له یو شمېر سیاسیونو پرته به، د افغانستان پلاوی په یوه دریځ دې غونډې ته ورشي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "دې غونډه کې یو شمېر سیاسیون او مشران بلل شوي دي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي مصالحې عالي شورا تر چتر لاندې دې غونډه کې ګډون کوي او د افغانستان اسلامي جمهوریت لید لوری به په یوه واحد دریځ کې مطرح شي."

د ملي مصالحې عالي شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي
د ملي مصالحې عالي شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي د هغو پاتې کسانو نومونه هم تایید کړل چې د افغانستان په استازولۍ به د مسکو په غونډه کې برخه ولري.

په دې لېست کې:

  • د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی.
  • د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم .
  • پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي.
  • د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار.
  • د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري.
  • د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزی.
  • د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري.
  • حبیبه سرابي.
  • متین بېک.
  • او د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایز‌دیار د دې پلاوي نور غړي یاد شوي دي.

دا غونډه سبا / د مارچ پر اتلسمه د مسکو په کوربتوب جوړیږي. د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین او پاکستان لوړپوړي ډیپلوماتان هم وربلل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د دې هېواد په استازیتوب مسکو ته ولاړ شي.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې هڅو د یوې برخې په توګه کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پرون سې شنبه (د کب۲۶مه) پای ته ورساوه.

امریکا د مسکو ناسته د افغانستان د سولې لپاره د نړیوال ملاتړ د را خپلولو یوه هڅه بولي.

طالبانو هم ویلي چې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه حساس پړاو ته رسیدلي دي.

د طالبانو له لوري د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز پلاوی هم د مسکو غونډه کې ګډون کوي.
د طالبانو له لوري د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز پلاوی هم د مسکو غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره په ترکیه کې د افغانستان، امریکا، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان په ګډون د یوې غونډې د جوړېدو غږ کړی چې تمه ده د اپرېل میاشتې په لومړیو کې جوړه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو او ترکیې له غونډو هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG