د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د مسکو جوړېدونکې غونډه کې له افغانستان څخه څوک ګډون کوي؟


مسکو کې د روسیې کرملېن ماڼۍ
مسکو کې د روسیې کرملېن ماڼۍ

د مسکو غونډه کې به د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ ۱۲ کسیز پلاوی ګډون وکړي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، دې پلاوي کې د مخکېني جمهور رئیس حامد کرزي سربېره، د ولسي جرګې رئیس، د ځینو ګوندونو مشران او د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړي شامل دي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي یو غړي د خپل نوم او غږ نه‌خپرېدو په شرط ازادي راډیو سره د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ شریک کړ.

ارشیف، د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړي له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال
ارشیف، د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړي له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال

دی پلاوی وايي،

  • د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
  • مخکېنی جمهور رئیس حامد کرزی
  • د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني
  • د جمهور رئیس غني مخکېنی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم
  • د جمهوري ریاست پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي
  • د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
  • د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري
  • د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزی
  • د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري
  • حبیبه سرابي
  • متین بېک
  • او د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایز‌دیار

هغه کسان دي چې تمه ده د مسکو غونډه کې ګډون وکړي.

افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د دغه ۱۲ کسیز پلاوي په اړه تبصره نه‌ده کړې.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي، یو لوړپوړی پلاوی به سبا د چهارشنبې په ورځ د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ مسکو ته ولاړ شي.

د دې شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، له یو شمېر سیاسیونو پرته به، د افغانستان اسلامي جمهوري پلاوی په یوه دریځ دې غونډې ته ورشي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "په دې غونډه کې یو شمېر سیاسیون او مشران بلل شوي دي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي مصالحې عالي شورا تر چتر لاندې دې غونډه کې ګډون کوي او د افغانستان اسلامي جمهوریت لیدلوری به په یوه واحد دریځ کې مطرح شي."

مجیب‌الرحمن رحیمي
مجیب‌الرحمن رحیمي

بل‌‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د متحده ایالاتو په استازولۍ به د مسکو غونډه کې زلمی خلیلزاد ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جېلنیا پورتر د مارچ په ۱۵مه، دا ناسته د افغانستان د سولې لپاره د نړیوال ملاتړ د را خپلولو یوه هڅه وبلله.

هغې زیاته کړه: "موږ له خپلو سیمه‌ییزو او نړیوالو همکارانو سره پر دې بوخت یوو چې د سیاسي جوړجاړي لپاره پرمختګ ګړندی کړو. د دې بهیر د دوام لپاره زموږ هڅې روانې دي."

د مسکو غونډه داسې مهال جوړېږي چې امریکا د افغانستان د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره د سیمې او نړۍ اجماع مهمه بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د همدې اجماع د پیاوړتیا لپاره په ترکیه کې د افغانستان، امریکا، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان په ګډون د یوې غونډې د جوړېدو غږ کړی چې تمه ده د اپرېل میاشتې په لومړیو کې جوړه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د سې شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو او ترکیې له غونډو هرکلی کړی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې: "په روسیه او ترکیه کې د افغانستان د سولې خبرو کېدل، د قطر پروسې بدیل نه، بلکې د هغه بهیر بشپړونکې دي."

د مسکو غونډه د پنجشنبې په ورځ کېږي.

د دې غونډې هدف د افغانستان د سولې خبرو چټکتیا، د تاوتریخوالي پای ته رسېدل او یوه معنی لرونکي پړاو ته د سولې خبرو دننه کېد بلل شوي دي.

د مسکو غونډه د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ترمنځ کېږي، خو د طالبانو په ګډون، افغان حکومت او یو شمېر سیاسیون هم وربلل شوي دي.

طالبانو هم ویلي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ به‌یې یو لسیز پلاوی دې غونډه کې ګډون وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG