د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

مسکو غونډې ته په تلونکي پلاوي کې یوازې یوه مېرمن؛ یو شمېر غبرګونونه پارولي


مسکو غونډه کې ګډون کوونکی افغان پلاوی
مسکو غونډه کې ګډون کوونکی افغان پلاوی

د ولسي جرګې یو شمېر غړې او د ښځو د حقونو ملاتړې د مسکو په غونډه کې د افغان ښځو په کمې ونډې نیوکه کوي.

دوی وايي، په دې ډول ګډون سره د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه تر پوښتنې لاندې راغلې.

د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ وايي: "د ښځو ونډه ستاسې د سولې په طرحه کې چېرې ده؟ تاسې خپله په دې بهیر کې د ښځو پر ونډې پښې اېښي. ستاسې ټولې لیدنې له یو شمېر له کاره لوېدلو سیاست‌والو سره دي، نو څه ډول کولای شئ چې د ښځو د حقونو ملاتړي و اوسئ؟ "

د ولسي جرګې بله غړې شینکۍ کړوخېل بیا پر حکومت غږ کوي چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه په برابر ډول په نظر کې ونیسي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل
د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل

نوموړې وايي:"نور نه غواړو، نور زموږ په اړه پرېکړه وکړي او د ښځو په برخلیک ملنډې ووهي. موږ باید فعال او مساویانه ونډه ولرو. له ډاکټر صاحب عبدالله غواړم چې د خپل پلاوي په جوړښت کې ښځو ته ځای او هغوی ته بلنه ورکړي. "

په ورته وخت کې د فوزیه کوفي په مشرۍ د موج تحول افغانستان په نوم ګوند چې وايي، ۷۰ سلنه غړي یې ښخې دي هم په دې اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي، د سولې په خبرو کې د افغان مېرمنو ونډه باید معنی‌لرونکې وي.

دغه ګوند په دې اړه په یوه اعلامیه کې د افغانستان د سولې په اړه د جوړېدونکو غونډو کوربه هېوادونو نه هم غوښتي چې دې موضوع ته پام وکړي.

اغلې کوفي د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړې هم ده.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو غونډې ته د افغان حکومت د تللي ۱۲ کسیز پلاوي په نوم‌لړ کې یوازې یوه مېرمن حبیبه سرابي ځای لري.

د دې نوم‌لړ له خپرېدو وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو هم پر حکومت او سیاسیونو سختې نیوکې وکړې.

بل‌خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي جان سوپکو دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته به، د افغان ښځو او نجونو ماتېدونکي لاس‌ته راوړنې خوندي وي او که نه؟

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان سوپکو

هغه تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د اصلاحاتو او څارنې په کمېټه کې وویل: "سره له دې چې هلته موږ هر څه وکړل، افغانستان د ښځو لپاره یو بد ځای دی. په ځانګړي ډول لېرې پرتو سیمو کې، که څه هم په ښارونو کې لږ څه پرمختګ لیدل کېږي. طالبانو هم ښودلې، که دوی په واک کې وي، له ښځو او نجونو به ملاتړ وکړي. خو ان اوسني حکومت دې برخه کې ډېر کار نه دی کړی."

افغانستان د ښځو لپاره یو بد ځای دی

بل‌خوا جمهوري ریاست مني چې د مسکو په غونډه کې د ښځو ونډه کمه ده، خو زیاتوي، په دې غونډه کې ډېری ګډونوالو ته په شخصي ډول بلنه ورکړل شوې ده.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‌‌پال وايي، افغان حکومت په ټولو برخو کې د ښځو فعال او برابر ګډون ته ژمن دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‌‌پال
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‌‌پال

نوموړی وايي: "دولت په هره برخه کې د ښځو د ونډې لپاره زمینه برابروي. دا چې د مسکو غونډه کې د ښځو ونډه کمه ده، د خلکو نیوکه پر ځای ده. خو ډېری ګډونوالو ته په شخصي ډول د مسکو له لوري بلنه ورکړل شوې ده. "

له دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پاتریشا ګاسمن له افغان حکومته غوښتي و چې د ښځو او نجونو ونډه محدوده یا را کمه نه کړي.

د افغان ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب او د دوی د لاس‌ته راوړنو د ساتلو لپاره له دې وړاندې هم ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو د ملاتړ غږ پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG