د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

مېل انلاین: مسکو غونډه د سولې ولاړ بهیر په ګړندي کېدو کې به مرسته وکړي


د مسکو غونډه
د مسکو غونډه
  • مېل انلاین

مېل انلاین ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډې په اړه لیکلي چې روسیې د پنجشنبې (د کب ۲۸مه) په ورځ د افغان حکومت استازي او طالبان د نورو نړیوالو څارونکو سره یو ځای پر یوه میز راټول کړل، په دې هیله چې د افغانستان د سولې په ټپه ولاړ بهیر د ګړندي کولو سره مرسته وکړي.

ورځپاڼه لیکي، دا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د مې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل دمخه د درېیو پلان شوېو نړیوالو غونډو لومړنۍ ناسته وه.

ورځپاڼه لیکي:

د مسکو دا هڅه داسې مهال کېږي چې واشنګټن او کابل دواړه پر طالبانو د اوربند په منلو ټینګار کوي، خو طالبان وایي، دوی به پر اوربند له حکومت سره د سولې مذاکراتو د یوې برخې په توګه د مذاکرو پر میز خبرې وکړي.

میل انلاین لیکي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې په پیل کې هیله وښوده چې د مسکو غونډه به د بین الافغانۍ خبرو په پرمختګ کې لاسته راوړنې ولري.

لیکوال په دې باور دی، روسیه په ۱۹۸۰ کلونو کې یوه لسیزه افغانستان کې وجنګېدل، اوس د افغانستان لپاره د یوه منځګړي په توګه بېرته له ډیپلوماتیکو چینلونو مخ رااړولی او د افغانستان له بېلابېلو اړخونو سره اړیکې نیسي چې د مقالې لیکوال دا په افغانستان کې د نفوذ درلودلو لپاره یوه هڅه بولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو په غونډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په اړه باید تر اوړي پورې مخکې تر دې چې جګړې نور هم زور واخلي، یوه موافقه وشي.

  • واشنګټن اګزاماینر

واشنګټن اګزاماینر ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړې چې سرلیک یې دی: "د پنټاګون څارونکي خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د امریکایي قراردادیانو وتل به ښایي افغان حکومت له ناوړه برخلیک سره مخامخ کړي."

سر له نننه د امریکا د هغې ژمنې پوره کولو ته چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه کړې، شااوخوا ۴۰ ورځې پاتې دي.

دا ژمنه د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹ مې نېټې په توافق کې شوې وه.

اوسني ولسمشر جوبایډن لا تر اوسه نه ده په ډاګه کړې چې دا ژمنه به پر ټاکلي ضرب الاجل چې د مې میاشتې لومړۍ نېټه ده، پوره کړي که څنګه؟

ولسمشر بایډن د چهارشنبې په ورځ له 'اې.بې.سي' ټلوېزیون سره په یوه مرکې کې ویلي چې دا هڅه اسانه نه‌ده او دې برخه کې د حکومت دننه او له متحدانو سره سلامشورې روانې دي.

اګزاماینر لیکي:

د دې ژمنې پوره کول یوازې سرتیري نه رانغاړي، لیکوال زیاتوي چې د افغانستان لپاره د پنټاګون د لګښتونو څارونکی خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو وتل په دې معنی ده چې ۱۳۰۰۰ امریکایي قراردادیان به هم له دې هېواده وځي .

اګزاماینر لیکي جان سوپکو په دې باور دی چې د دغو قراردادیانو پرته به افغانستان ښایي د خپلې بقا لپاره مبارزه کوي.

ورځپاڼي د جان سوپکو هغه څرګندونې هم راخېستي چې وایي، که د امریکا متحده ایالات د افغانستان له مالي ملاتړه لاس واخلي، افغان حکومت به ښایي له ړنګېدو سره مخامخ شي.

دی وایي، د افغان حکومت ۸۰ سلنه لګښتونه د امریکا متحده ایالاتو او مرستندویه هېوادونو څخه دي چې هغه کې د ځواکونو معاشونه، د تیلو، مهماتو او داسې نورو اخېستل شامل دي.

سوپکو زیاتوي، د دغو لګښتونو نشتوالی به د افغانستان لپاره یو ناورین وي.

XS
SM
MD
LG