د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د مودې غځېدل او د طالبانو غبرګون


افغانستان کې امریکايي سرتیري
افغانستان کې امریکايي سرتیري
  • فریسنو بي

د فریسنو بي په نوم امریکایۍ ورځپاڼه لیکي، طالبانو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې له ضرب الاجل سره سم د مې په لومړۍ نېټه باید امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي او که داسې ونه شي نو د دوی له غبرګون سره به مخامخ شي.

د ورځپاڼې په باور دا خبرداری دا معنی لري چې طالبان به بریدونه زیات کړي.

طالبانو دا خبرداری په مسکو کې یوه ورځ وروسته تر دې ورکړ چې دوی د سولې په غونډه کې برخه واخېسته.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره وایي چې له طالبانو سره شوي تړون ته چې له مخې یې باید امریکایي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه ووځي بیا کتنه کوي او په خپله ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ له 'اېن.بي.سي' ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د مې د لومړۍ نېټې پر ضرب الاجل ښایي عمل وشي، خو سخته ښکاري، نو که دا نېټه تمدید شي، ډېره به نه غځېږي.

د طالبانو د سولې د پلاوي غړي سهیل شاهین په مسکو کې وویل، که بهرني ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه وځي دا به له شوي تړونه سرغړونه وي چې عکس العمل به ولري. سهیل شاهین واضح نه کړه چې څرنګه غبرګون به لري.

د طالبانو دې استازي دا هم وویل چې دوی یو اسلامي حکومت غواړي، خو دې برخه کې یې توضیحات ورنه کړل چې کوم ډول اسلامي حکومت هغسې چې دوی د خپلې واکمنۍ پر مهال نجونې له ښوونځیو ګرځولې وې او مېرمنو ته یې د کار حق نه ورکاوه که بل ډول؟

فریسنو بي ورځپاڼه لیکي چې طالبانو تل پر داسې یوه حکومت ټینګار کړی دی خو پرته له دې چې دا واضح کړي چې د دوی مطلب له دې حکومته څه ډول حکومت دی؟

د مسکو غونډه کې د پنجشنبې په ورځ کوربه هېواد روسیې، د امریکا متحد ایالاتونو، چین او پاکستان له طالبانو وغوښتل چې پسرلني عملیات پيل نه کړي، خو ورځپاڼه لیکي چې طالبانو دې برخه کې نړیوالو ته ژمنه ورنه کړه.

فریسنو بي په مسکو کې د طالبانو د غړي خیرالله خیرخواه خبرې رااخیستې دي چې وایي، موږ جهاد د بهرنیو ځواکونو د ایستلو او د یوه اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره پیل کړی دی، ترهغو چې دې هدف ته د سیاسي جوړجاړي له لارې نه یوو رسیدلي جهاد به ادامه ولري.

  • دیپلومات

د لویدیځ بلې خپرونې، دیپلومات بیا هند ته د امریکا د متحد ایالاتونو د دفاع وزیر سفر څارلی دی.

د لېود اسټن نن دوهمه ده چې په هند کې دی او دا د جوبایډن د حکومت د لومړي جګپوړي چارواکي سفر دی چې هند ته یې کوي.

د دې درې ورځني سفر په ترڅ کې به د دیپلومات خپرونې په وینا د نورو موضوعاتو ترڅنګ ښاغلی اسټن له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

خپرونه لیکي چې نوی ډیلی په خپلو سرحدونو کې له چین او پاکستان سره شته ګواښونو ته اندېښنه لري او لوېډ اسټن به له هندي چارواکو سره له لویه سره د سیمې پر امنیت وغږیږي.

XS
SM
MD
LG