د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د مسکو د غونډې ګډه اعلامیه کې د افغانستان په اړ لس مهم ټکي!


د مسکو غونډه
د مسکو غونډه

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ترویکا په نوم د هېوادونو په اعلامیه کې چې د امریکا د متحدو ایالاتونو، روسیې، چین او پاکستان له خوا خپره شوې، د افغانستان په اړه لسو مهمو ټکو ته اشاره شوې ده.

  • لومړی په کې د پخلاینې له لارې پایداره سولې ته د رسېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو د غوښتنې ملاتړ شوی دی.
  • دوهم له ټولو ښکېلو لوریو غوښتنه شوې چې تاوتریخوالی کم کړی او له طالبانو غوښتنه شوې چې خپل پسرلني عملیات پیل نه کړي.
  • درېیم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۱۳ نمبر پرېکړه لیک له مخې د ترویکا په نوم د هېوادونو ډلې ویلي چې د اسلامي امارت ملاتړ نه کوي او د افغانستان له حکومت او د ملي مصالحې له عالي شورا یې غوښتي چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښېني.
  • څلورم، د بین الافغاني مذاکرو له ټولو اړخونو غوښتنه شوې چې د روان بحران اساسي حل لار پیدا کړي چې په نتیجه کې افغانستان په یوه سوله ییز او باثبات هېواد بدل شي.
  • په پنځمه برخه کې راغلي چې سیاسي جوړجاړی د دې سبب کېږي چې افغانستان خپلواک، متحد، سوله ییز، ډیموکراتیک، پرځان بسیا او د ځمکنۍ بشپړتیا لرونکی هېواد شي.
  • په شپږمه برخه کې د افغانستان د حکومت له ټولو چارواکو او طالبانو غوښتنه شوې چې ډاډ ورکړي تروریستي ډلې او افراد د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ نه کړي.
  • اووم ټکی دا راغلی چې باید ډاډ حاصل شي چې د سولې هر ډول موافقه به د ټولو وګړو له دې جملې ښځو، نارینه وو، سړیو، ماشومانو، د جګړې د قربانیانو او اقلیتونو حقونه خوندي کوي.
  • اتم، له ټولو هېوادونو غوښتنه شوې، څو داسې سولې ته د رسېدو لپاره چې د ټولو په ګټه وي، د افغانانو سیاسي او اقتصادي ملاتړ وشي.
  • نهم، د قطر څخه مننه شوې چې د مذاکرو زمینه یې برابره کړې ده.
  • او لسم دا چې په نږدې فرصت کې د افغانستان د کشالې د سیاسي حل لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ شوی دی.
    د مسکو په غونډه کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
    د مسکو په غونډه کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
    د افغان دولت او طالبانو استازو تېره پنجشنبه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې غونډه وکړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د دغې غونډې له برخوالو و، پرون له مسکوه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا غونډه مهمه وبلله: "روسیه، چین او امریکا د افغانستان په باب د همکارۍ اعلان وکړ. دوی د افغانستان د همکارۍ او تفاهم هڅه پیل کړې ده. په دې کنفرانس کې پاکستان ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې د افغانستان د مهم ګاونډي او د دغه هېواد په قضایاوو کې د دخیل هېواد په توګه یې ګډون وکړ."

حامد کرزی: د موقت حکومت مشري نه غواړم
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:54 0:00

د مسکو تر غونډې وروسته د دولت او طالبانو استازو پرون جمعه (د کب ۲۹مه) په خپلو کې وکتل.

راپورونه وايي، په دې کتنه کې موافقه وشوه چې د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمېدو لپاره به هڅې ګړندۍ کېږي.

XS
SM
MD
LG