د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

امریکا، روسیه، چین او پاکستان: افغانستان کې ښکېلې خواوې دې سمدستي اوربند وکړي


له چپې خوا، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کبلوف،د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ يي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په عکس کې ښکاري
له چپې خوا، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کبلوف،د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ يي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په عکس کې ښکاري

د امریکا متحد ایالاتونو، روسیې، چین او پاکستان په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي دي چې سمدستي اوربند وکړي.

دا غوښتنه شپږ اوونۍ مخکې تر دې شوې ده چې له ژمنې سره سم به ټول امریکایي ځواکونه نژدې شل کاله وروسته له افغانستانه وځي.

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې د خبرو په پای کې دغو هېوادونو په ګډ بیان کې د جګړې دواړو لوریو ته بلنه ورکړې چې د سولې تړون وکړي.

په دې بیان کې له طالبانو او حکومتي ځواکونو غوښتل شوي دي چې له شخړو لاس واخلي او له طالبانو هیله شوې ده چې په پسرلي او اوړي کې پوځي عملیات اعلان نه کړي.

دغو څلورو هېوادو دا ژمنه هم کړې ده، که په افغانستان کې سوله وشي دوی به یې اقتصادي او سیاسي ملاتړ کوي.

مسکو کې د سولې غونډه
مسکو کې د سولې غونډه

د مسکو د پرونۍ غونډې هدف دا و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تازه شي.

دا خبرې چې په قطر کې تېر کال په سېپټمبر کې پيل شوې د دې لپاره ټکنۍ شوې چې حکومت طالبان تورن کړل چې له شخړو یې لاس نه دی اخېستی.

په دې غونډه کې د افغانستان د دولت استازیو، د طالبانو چارواکو، همدا راز د روسیې، چین، پاکستان او د امریکا د متحدایالاتونو استازیو ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د افغانستان د دولت د پلاوې غړې حبیبې سرابي ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې د مسکو په ناسته کې په ترکیه کې د راتلونکې غونډې لپاره چې ټاکل شوې ده د اپریل په لومړیو کې وشي، د پرمختګ زمینه برابره شوه.

د افغانستان د دولت د پلاوې غړې حبیبه سرابي
د افغانستان د دولت د پلاوې غړې حبیبه سرابي

نوموړې وویل:"د هغې غونډې لپاره چې په ترکیه کې کېږي، د هغې د پياوړتیا په خاطر یو ډول همغږي رامنځته شوه او ټولو لوریو هڅه وکړه چې دغه بهیرونه یو بل تقویه کړي او د دوحې غونډه او مذاکرات ورسره ګړندي شي. مخامخ خبرې ونه شوې ټولې خبرې د کنفرانس په ترڅ کې وشوې."

د مسکو په غونډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ګډون څخه ښکارېده چې واشنګټن د چین او روسیې په ګډون غواړي چې د افغانستان په مسئله کې سیمه ییز ملاتړ جذب کړي.

د مسکو له غونډې وروسته د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشرعبدالله عبدالله وویل، دولتي پلاوی چمتو دی چې پر ټولو موضوعاتو له طالبانو سره خبرې وکړي.

عبدالله عبدالله پر ټویټر لیکلي دي چې موږ غواړو هدفي وژنې پای ته ورسېږي.

نوموړي همداراز لیکلي، پراخ اوربند وشي، څو د سولې راتلونکې خبرې په یوه سوله ییز چاپيریال کې ترسره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG