د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

سوله، نوروز او ارګ ګوښه کړو کار کوونکو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • وېسا

وېسا ورځپاڼې د مسکو وروستۍ اعلامیې او د ترکیې کنفرانس په تړاو سرلېکنه خپره کړې ده.

وړاندې راغلي، د مسکو غونډه او دا اعلامیه په داسې تیاره فضا کې چې د دوحې مذاکراتو په ټپه درېدلي حالت منځته راوړی و، د امید څرک بللی شو او دا اعلامیه د افغانستان په مسایلو کې د اثر لرونکو هېوادونو له خوا داسې وخت صادره شوه چې ښايي په یوه میاشت کې ترکیه د داسې یوه کنفرانس کوربه توب وکړي چې د ۲۰۰۱ د بُن کنفرانس ته ورته وي.

د لېکول له انده, د ترکیې تر غونډې دمخه د مسکو د ترویکا پلَس اعلامیه کیدای شي د یو روښانه دستور العمل بڼه خپله کړي او که د مسکو اعلامیه د ترکیې کنفرانس ته د تصمیم نیولو او فیصلو بنسټ وګرځي یقین دی چې افغانستان به په شاتګ کړی نه وي.

ورځپاڼې لیکلي، دا سمه ده چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان سیاست او حکومتوالۍ ډیرې ستونزې درلودې، ناامني ورځ تر بلې زیاتېده خو په دغې موده کې افغان ملت ډېر څه ترلاسه هم کړل چې باید په هېڅ صورت یې اوس له لاسه ورنه کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، سبا د نوي ۱۴۰۰لمریز کال له لومړۍ ورځې (نوروز) سره برابره ده، دا ورځ له تاريخي، فلسفي، عنعنوي او دغه شان د ژوندانه د نوي پيل له اړخه ځانګړی اهميت لري او د نوروز نمانځل زرګونه کاله مخينه لري.

وړاندې راغلي، سږنی نوروز د افغانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري، له همدې امله خپل تاريخي حيثيت لري.

د لیکول په وینا، د سږني نوروز بله ځانګړنه دا هم ده چې افغان حکومت يې په وياړ د کمال خان بند په شمول څه ناڅه يو نيم سل مهمې او سترې ملي پروژې پرانيزي چې دا د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره هيلې بښوونکې دي او دا نوروز به په شاندارو مراسمو سره په ټول هېواد کې ونمانځل شي.

لیکوال هېله ښودلې چې دا نوروز او د پنځلسمې پېړۍ پيل د افغانانو لپاره ښه پيل وي.

  • اطلاعات روز

او اطلاعات روز ورځپاڼې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له لوري د ګوښه شوېو کار کوونکو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې په سرليکنه کې راغلي، د دې ادارې له ۱۰۰ ډېر کار کوونکي له ارزونې او د بشري سرچینو له خبرونې پرته ګوښه شوي دي، خو د چارو اداره وایي، دا کار کوونکي له ارزونې او د دې ادارې د جوړښت کمېدو له امله ګوښه شوي او راتلونکې کې به نورو ادارو ته وپېژندل شي.

ورځپاڼې د يو شمېر دغو ګوښه شوېو کار کوونکو غوښتنې هم اخېستي چې دوی باید لکه د پخوانیو کارکوونکو په څېر د مخکنیو امتیازاتو په خوندیتوب یو کال لپاره یې ملاتړ وشي، که نه لاريونونه او خوراکي اعتصاب به وکړي.

د لیکوال په وینا ګوښه شوي کار کوونکي له تیرو، دوو میاشتو بې برخلیکه ګرځي اوله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG