د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۳۴

جنرال مکنزي: له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل 'تېروتنه' وه


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکنزي
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکنزي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکنزي وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل "تېروتنه" وه.

ښاغلي مکنزي له پولیتیکو مجلې سره په مرکه کې ویلي امریکا باید د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره د خپلو ځواکونو یوه کوچنۍ برخه افغانستان کې ساتلي وای.

نوموړي دغه شان د دوحې د خبرو اترو پيل د افغانستان د سقوط يو مهم لامل وباله.

جنرال فرانک مکینزي وايي، په وروستۍ شېبه کې چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ، ملا عبدالغني برادر ترې وغوښتل چې کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې امریکا دې د دغه ښار امنیت په غاړه واخلي – هغه څه چې چې طالبان یې ردوي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو پلوي و.

ښاغلي مکنزي دغه خبره د طالبانو د واکمنۍ د یوه کال له پای ته رسېدو سره له پولیټیکو مجلې سره په خبرو کې وکړه.

جنرال فرانک کنټ مکنزي له امريکايي سرتېرو سره
جنرال فرانک کنټ مکنزي له امريکايي سرتېرو سره

نوموړي ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته یې ډېر پیغامونه لیکلي چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، د دغه هېواد د سقوط احتمال شته.

هغه په دې اړه وویل: "زما باور دا دی چې موږ باید هلته پاتې شوي وای. زه باور لرم چې هر څه چې پېښ شول د لومړۍ پرېکړې پایله وه. زما وړاندیز دا و چې موږ هلته محدود شتون ولرو ترڅو د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو. خو دا مشوره ونه منل شوه."

تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن څو څو ځله ویلي چې په افغانستان کې یې خپل هدف ترلاسه کړی دی.

فرانک مکینزي د دوحې تړون د افغانستان د سقوط یو مهم لامل بولي.

نوموړی زیاتوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې له هوکړې وروسته د افغانستان پخواني حکومت په دې باور و چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه وځي او په پایله کې دوی له طالبانو سره د جګړې لپاره لازمه اراده درلوده.

د هغه په وينا، د دوحې د هوکړې پر مهال، چې کله قطر ته ولاړ، ملا عبدالغني برادر په وروستي فرصت کې له هغه وغوښتل، چې کابل ته د طالبانو تر ننوتلو پورې د کابل امنيت تامين کړي – هغه څه چې طالبان یې ردوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا ډول غوښتنه نه ده کړې، زموږ غوښتنه دا وه چې تر هغه وخته پورې چې د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته را ننوځي، د کابل ادارې ځواکونه دې امنیت تامین کړي، څو په کابل ښار کې د ګډ وډۍ، غلا، بې نظمۍ او چور او چپاول لامل نه شي، خو دوی وتښتېدل او اسلامي امارت اړ شو چې خپلو ځواکونو ته د ښار د امنیت امر وکړي او موږ له امریکا څخه دا ډول غوښتنه نه ده کړې."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ښاغلي مکنزي ویلي، چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د دوحې د هوکړې په اړه د طالبانو بد نیت څرګندوي.

له بلې خوا جمهوري غوښتونکي سناتور او د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې جګپوړي غړي جیم ریش د اګست په یوولسمه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو له لورې ایمن الظواهري ته پناه ورکول د دې ښکارندويي کوي چې د دوحې د تړون له امله پر طالبانو باور نه کېږي.

هغه وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او له القاعدې سره د طالبانو اړیکې پیاوړې شوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا د روان میلادي کال د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د جولای په ۳۱مه د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د الظواهري تر وژل کېدو ۱۱ ورځې وروسته دوی په کابل کې د هغه له شتون څخه ناخبري وښودله او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي، چې هيڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره وکاروي.

XS
SM
MD
LG