د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د امریکايي سرتېرو له کمښته د طالبانو هرکلی؛ ارګ د سولې پر مذاکراتو ټینګار کوي


آرشیف،افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري
آرشیف،افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر۸۶۰۰ ته را کم کړی.

امریکايي جنرال فرانک مکنزي چې په سیمه کې د امریکايي اردو عملیات څاري وايي، چې د سرتېرو کمول له طالبانو سره توافق په اساس شوی.

امریکايي جنرال فرانک مکنزي چې په سیمه کې د امریکايي اردو عملیات څاري د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې امریکا له طالبانو سره د هوکړې د یوې برخې په توګه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر۸۶۰۰ ته راکم کړی.

د اسوشیټډپرس د راپور له مخې جنرال مکنزي نه دي ویلي، چې نور سرتېري به څه وخت او په کمو برخو کې کموي.

مکنزي دا هم ویلي، له طالبانو سره د هوکړې له مخې امریکا د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مې میاشتې ټول ځواکونه افغانستانه باسي، خو د دغې ژمنې عمل کول د طالبانو په یو لړ اقدماتو پورې اړه لري.

دغه امریکايي جنرال ویلي، چې امریکا باید قناعت ترلاسه کړي، چې افغانستان خاروه نوره د امریکا پرضد د حملې کومه سرچینه نه وي.

طالبان په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو له کموالی په غیر مستقم ډول هرکلی کوي.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د توافقنامې په اساس د امریکايي سرتېرو کموالی ښه کار دی، ځکه چې د دوحې توافقنامه د افغانستان قضیه حل لپاره مناسب چوکاټ برابره وي."

ښاغلی شاهین وايي، چې طالبان د دوحې د توافقنامې ټولو موادو ته ژمن دي او په خبره یې د توافقنامې له مخې طالبان به هیچا ته اجازه ورنه کړي څو د دوی تر واک لاندې سیمو کې په امریکا او متحدینو یې حملې وکړي.

شاهین وايي، چې له افغانستان د امریکايي سرتېرو خوندي وتلو ته زمینه برابروي.

د روان میلادي کال د فبروري په ۲۹ امریکا او طالبانو د قطرپه پلازمینه دوحه کې د سولې توافق لاسلیک کړ.

د دغه توافق په اساس طالبانو منلې چې هېڅ تند لارې ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې له کنټرول لاندې سیمو امریکا او متحدین وګواښي.

د توافقنامې د لاسلک پرمهال په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۲ تنو ته رسېده، د دغه توافقنامې یوه برخه کې ویل شوي و، چې باید بین الافغاني خبرې پیل شي، له دې سره په خوا کې چې بین افغاني خبرې نه دي پیل شوې، بلکې افغان دولت او طالبانو له جګړې لاس نه دی اخیستی او تاوتریخوالی هم نه دی راکم کړی.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل،چې طالبان باید له جګړې لاس واخلياو د سولې مذاکراتو ته حاضر شي.

هغه زیاتوي: "افغان حکومت له ستراتیژیکو شریکانو سره د سولې لپاره عملي او اساسي اقدامات کړي، اوس د طالبانو کار دی، چې له تاوتریخوالي لاس اخلي، اوربند د یو اصل په توګه قبول کړي او د سولې خبرو ته چمتو شي."

لطیف محمود
لطیف محمود

د ولسمشر مرستیال ویاند په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کموالي په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ته څه ونه ویل.

طالبانو بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې د پنځه زره طالب زندانیانو په ازادېدو ټینګار کاو، خو افغان حکومت تراوسه له درې زره زیات طالب زندانیان ازاد کړي.

د طالبانو یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، چې طالبان د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د پنځو زرو طالب زندانیانو د ازادېدو ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG