د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

هشت صبح: د سولې ۳ اړخیزه ناسته د سیمې د اجماع لپاره ګټور ګام دی


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د سولې په تړاو درې اړخیزې ناستې او د ملګرو ملتونو تازه راپور په غبرګون لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د افغان سولې په تړاو د امریکا، روسیې او افغانستان د استازو ترمنځ درې اړخیزې وېډیويي غونډې ته په اشارې لیکلي، له بین‌الافغاني خبرو سره هم‌مهاله او تر هغه وړاندې د افغانستان په تړاو د سیمې او د نړۍ د سترو هېوادونو ترمنځ همغږي، ګډ کار او توافق د افغان سولې لپاره حیاتي ارزښت لري.

وړاندې راغلي، د افغانستان په لانجه کې ښکېل اړخونه له همدغو سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو سره اړیکې لري او د دوی دریځ مخامخ د سولې پر پروسه اغېز پرې باسي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د افغان سولې په تړاو امریکا او پاکستان په ژوره معامله کې دي، تر دې چې ځینې اندېښنې یې هم راپورته کړي، خو ایران بیا یو مخ هېر شوی دی چې په کار ده هېر نه‌شي او په وینا یې هغه هېوادونه هم باید قانع شي چې تر اوسه پورې له دې پروسې سره پټ او ښکاره مخالفت کوي او ترې منزوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د سیمې هېوادونه او د نړۍ ستر قدرتونه ټول باید په افغانستان کې د ټکر پر ځای، همکارۍ، سولې او ګډ کار ته وهڅول شي او همدا چاره زموږ سره په واقعي سوله کې مرسته کوي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د سولې درې اړخیزې ناستې ته اشاره کړې او لیکلي چې دا د سیمې د اجماع لپاره ګټور ګام دی.

وړاندې راغلي، د افغانستان، امریکا او روسیې ناسته د باجوه تر سفر وروسته او سیمې ته د خلیل‌زاده د سفر پر مهال ترسره کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، روسیه د یو سیاسي او پوځي قدرت لرونکي هېواد او د دي لپاره چې له طالبانو سره اړیکې لري د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي او په باور یې خلیل‌زاد د دغو مسایلو په درک سره هڅه کوي چې د دې هېواد مرسته هم راجلب کړي.

وړاندې دغه درې اړخیزه ناسته مهمه بلل شوې او ټینګار شوی چې د سیمې هېوادونو له همکارۍ او خوښې پرته د دغو خبرو اترو عملي کېدل ستونزمن ښکاري.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو او جګړو په هکله کلني راپور ته په اشارې لیکلي، افغانستان په داسې حال کې بیا د ماشومانو لپاره مرګونی هېواد بلل شوی چې یوه میاشت مخکې د دشت برچي سل بستریز روغتون باندې حمله وشوه او د نوموړي روغتون په زېږنتون کې میندې او نوي زېږېدلي ماشومان په مرمیو وویشتل شول او ووژل شول.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، له هغه وخته چې په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم جګړه پیل شوې او بیا یې طالبانو پر خلاف جنګ پیل کړی افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې، فقر، اعتیاد او جرمونو کچه په بې‌سارې توګه زیاته شوې ده.

وړاندې راغلي، افغانان په داسې حال کې د خپل راتلونکي نسل پر وژنه بوخت خلک ښکاري چې د دنیا ګوټ ګوټ کې دولتونه او ملتونه پر خپلو ماشومانو او د دوی په جسمي او ذهني روزنې او پیاوړتیا د خپلې ملي بودجې مهمه برخه مصرفوي.

XS
SM
MD
LG