د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

مېلټري ټایمز: له افغانستانه د وتلو ناسمه لار


ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
  • مېلټري ټایمز

له افغانستانه د وتلو ناسمه لار میلټري ټایمز امریکايي ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې کښلي چې ولسمشر جو بایډن دې پرېکړې ته په نژدې کېدو دی چې ایا له افغانستانه پوځیان وباسي او که یې پرېږدي.

خو ولسمشر باید د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تقلید پر ځای چې په سیاسي دلایلو یې پرېکړه وکړه، د خپل دفاع وزیر لوېډ اسټن او د مرکزي قوماندانۍ د جنرالانو خبرو ته غوږ ونیسي.

ورځپاڼې د ټرمپ اقدام د روسیې، چین، ایران او پاکستان له بهرنیو ګټو سره مرستندوی بللی دی.

مېلټري ټایمز لیکي:

د امریکا ټول متحدان او دغه راز په کانګرس کې اکثره جمهوریپال او دموکرات استازي د دې پلوي دي چې امریکايي پوځیان بېرته خپل هېواد ته راوګرځول شي، خو د ځواکونو د ایستلو تر ټولو ښه لار دا ده چې لومړی د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې یوه بشپړه موافقه وشي.

د دې کار لپاره د بایډن نوې اداره پوهېږي چې په افغانستان کې برعکس مخکې تردې چې اس راووځي لومړی باید بګۍ راووځي.

مېلټري ټایمز زیاتوي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قوماندان جنرال سکاټ مېلر، په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مکنزي او لوی درستیز جنرال مارک میلي پوښتنه کوي او ان ټینګار کوي چې دوی ته دې شنه اشاره ورکړل شي چې د طالبانو پرضد جګړه پیل کړي او د افغان ځواکونو چې اوس په حیرانوونکي ډول اغېزمن شوي دي، ترڅنګ ودرېږي.

  • باسټن ګلوب

باسټن ګلوب ورځپاڼې هم په همدې موضوع لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د جو بایډن لپاره د هغې لویې پرېکړې چې لږ پرې خبرې شوي، نېټه په رارسېدو ده.

د امریکا او طالبانو د تېرکال د فبرورۍ د ۲۹ مې نېټې په موافقې کې ټاکل شوې چې ټول امریکايي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

باسټن ګلوب ورځپاڼه لیکي:

د هغو شیانو په منځ کې چې ولسمشر بایډن ته له پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپه په میراث پاتې دي، یو هم د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه د پوځیانو ایستل دي.

بایډن ویلي چې د دایمي جګړو د پای ته رسولو لپاره د افغانستان په شمول له منځني ختیځه پوځیان باسي، خو دا یې نه دي ویلي چې ایا له طالبانو سره د ټرمپ ژمنه مني او که یې نه مني او په دې باب یې هم ډېر لږ څه خبرې کړي چې دقیقاً کله به ټول پوځیان وباسي.

XS
SM
MD
LG