د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د امريکا استخبارات: القاعده شبکه افغانستان کې بېرته منظم شوې نه‌ده


 ځینې نور د امریکا د استخباراتي ادارې له ارزونې سره موافق ښکاري.
ځینې نور د امریکا د استخباراتي ادارې له ارزونې سره موافق ښکاري.

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، القاعده شبکې په افغانستان کې ځان بېرته منظم کړی نه دی.

دا ارزونه په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته شوې ده.

ځینې پخواني پوځي چارواکي له دې ارزونې سره موافق نه دي او په کابل کې د ایمن الظواهري شتون او وژل کېدا د دې نښه بولي چې طالبان له القاعده سره اړیکو ته دوام ورکوي.

سره له دې چې یو شمېر هغه پوځي چارواکي چې په افغانستان کې یې د ناټو او امریکايي پوځیانو په چوکاټ کې ماموریت کړی دی، له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو انتقاد کوي او وايي چې یو وار بیا به القاعده او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې ځالې جوړې کړي، خو د امریکا استخباراتي ادارې د اوس لپاره د افغانستان له لوري د القاعده ګواښ نه ویني.

د کابل په شېر پور کې هغه کور چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په‌کې ووژل شو.
د کابل په شېر پور کې هغه کور چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په‌کې ووژل شو.

له یوې تازه ارزونې سره سم، چې بېلابېلو امریکايي استخباراتي ادارو کړې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته القاعده شبکې تر اوسه پورې په افغانستان کې ځان تنظیم کړی نه دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، چې په دې اړه یې معلومات ترلاسه کړي، په یوه راپور کې ویلي، د امریکا استخباراتي ادارې په خپلو وروستیو څېړنو کې دې نتیجې ته رسېدلي چې القاعده شبکې ځان په افغانستان کې بیا نه دی تنظیم کړی او د دې ډلې یوازې ډېر لږ شمېر پخواني غړي افغانستان ته بېرته تللي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او ځینو نورو چارواکو په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدا د دې نښه وبلله چې امریکا له افغانستانه له دباندې څخه هم په دغه هېواد کې د تروریستانو پر ضد اقدام کولی شي.

خو د امریکا پخوانی مرستیال لوی درستیز متقاعد جنرال جک کین وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو تقریباً یو کال وروسته د کابل په زړه کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدا د دې ښکارندویه ده چې طالبان له القاعده سره اړیکې پالي او ساتنه یې کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په داسې حال کې چې د امریکا ځینې تروریستي ضد متخصصانو ويلي چې، القاعده له افغانستانه د امریکا پر ضد د تروریستي بریدونو توان نه لري، د تروریزم د چارو یو شمېر کتونکي باور لري چې د کابل په شېرپور کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنه تر اندازې زیاته خوشبینانه ده.

د القاعده شبکې پخوانی مشر ايمن الظواهري
د القاعده شبکې پخوانی مشر ايمن الظواهري

خو ځینې نور د امریکا د استخباراتي ادارې له ارزونې سره موافق ښکاري.

د ملګروملتو د تروریستي ضد چارو یو پخواني چارواکي اډموند فیټن براون د امریکا د استخبارتي ادارو ارزونې ته په اشارې ویلي، دا ارزونه دقیقه ده.

پخوا سي آی اې اټکل کړی و چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو یو یا دوه کاله وروسته القاعده ممکن بیا د دې جوګه شي چې له افغانستانه پر لویدیځوالو بریدونه وکړي.

یو شمېر نور تروریستي ضد متخصصان د کابل په شېرپور کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنه تر اندازې زیاته خوشبینانه ګڼي.

د امریکا د استخباراتي ادارو د ارزونې لنډیز نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترلاسه کړی دی او په هغه کې یوازې هغه ټکي شامل دي چې ټولې استخباراتي ادارې يې په اړه یو شان نظر لري.

XS
SM
MD
LG