د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

د ترهګرو ډلو لاس ته د افغانستان د شتمنۍ د لوېدو اندېښنې څومره پر ځای دي؟


د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان بانک
د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان بانک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات په پام کې نه‌لري چې د افغانستان کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالره شتمني ازاده او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته وسپاري.

خو هغه لارې چارې لټوي چې له دغو پیسو د افغانستان خلک مستقیماً ګټه پورته کړي.

دا خبره د دې وزارت ویاند نیډ پرایس پرون په واشنګټن کې وکړه او ویې ویل چې د افغانستان په خاوره کې د القاعده د مشر ایمن‌ الظواهري موجودیت هغه هم داسې مهال چې د حقاني شبکې مشران پرې خبر و، هغه اندېښنې لا پیاوړې کوي چې موږ یې د ترهګرو ډلو لاس ته د دغو پیسو د احتمالي لوېدو په اړه لرو.

په دې اړه د ازادي راډيو همکارې د سیاسي چارو پوه اسحق اتمر سره مرکه کړې او لومړی يې ترې پوښتلي، ایا په رښتیا د دې خطر شته چې که امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانستان بانک ته ولېږدوي، هغه د ترهګرو ډلو لاس ته ولویږي؟

د ښاغلي اسحاق اتمر مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:30 0:00
XS
SM
MD
LG