د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال؛ د تخلیې پر مهال له الوتکې غورځېدلی ځوان څوک و؟

د تخلیې ۱۵ ورځنی بهیر له هماغه پيله خونړی و او په لومړۍ ورځ‌یې چې د زمري یا اسد میاشتې ۲۵مه نېټه وه، لږ تر لږه ۳ کسان د الوتکې له باډۍ راوغورځېدل او مړه شول.
د تخلیې ۱۵ ورځنی بهیر له هماغه پيله خونړی و او په لومړۍ ورځ‌یې چې د زمري یا اسد میاشتې ۲۵مه نېټه وه، لږ تر لږه ۳ کسان د الوتکې له باډۍ راوغورځېدل او مړه شول.

تېر کال کابل ته د طالبانو له ننوتو یوه ورځ وروسته نړیوالو ځواکونو د هوایي ډګر له لارې د خپلو اتباعو او همکارانو د تخلیې ۱۵ ورځنی بهیر پيل کړ.

دغه بهیر له هماغه پيله خونړی و او په لومړۍ ورځ‌یې چې د زمري یا اسد میاشتې ۲۵مه نېټه وه، لږ تر لږه ۳ کسان د الوتکې له باډۍ راوغورځېدل او مړه شول.

د تخلیې ۱۵ ورځنی بهیر له هماغه پيله خونړی و او په لومړۍ ورځ‌یې چې د زمري یا اسد میاشتې ۲۵مه نېټه وه.

د دغو مړو شویو کسانو په منځ کې یو هم ۲۶ کلن ډاکتر فدا محمد امیر و چې کورنۍ او ځوانه ناوې یې لا هم د غم پر ټغر ناسته ده.

خو ډاکتر فدا محمد ولې له خطره ډک دې سفر ته ملا تړلې وه؟ او کورنۍ یې اوس په څه وضعیت کې ده؟

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو د امریکا د هوایي ځواک د هغې پوځي الوتکې پر باډۍ چې تېر کال د زمري یا اسد میاشتې په ۲۵مه ترې د کابل په هوایي ډګر کې له لږ تر لږه دوه نور کسانو هم راولوېد او مړه شول، د سپرو کسانو شمېر زیات لیدل کېده، خو له غورځېدو وروسته د درېیو کسانو مړینه تأیید شوه چې په وژل شویو کسانو کې د کابل د پغمان ولسوالۍ ځوان ډاکتر فدا محمد امیر هم شامل و.

تېر کال د زمري یا اسد میاشتې په ۲۵مه ترې د کابل په هوایي ډګر کې له لږ تر لږه دوه نور کسانو هم راولوېد او مړه شول.
تېر کال د زمري یا اسد میاشتې په ۲۵مه ترې د کابل په هوایي ډګر کې له لږ تر لږه دوه نور کسانو هم راولوېد او مړه شول.

فدا محمد د کابل د یوه خصوصي پوهنتون د ستوماتولوژۍ له څانګې تازه فارغ شوی و او د دې ښار شهید څلورلارې کې یې د غاښونو کلینیک هم درلود.

د ډاکتر فدا محمد امیر مور شاه جان وایي د زوی د وژل کېدو غم‌یې لا تازه دی، خو ګیله‌منه په دې ده چې تر اوسه‌یې نه امریکایي چارواکو او نه هم د طالبانو حکومت پوښتنه کړې ده.

دا زیاتوي: "۱۲ کاله ته مکتب پرې ووایه، ۷ کاله پوهنتون پرې ووایه، ده له مجبورۍ دا کار کاوه، ده خو ولیدل چې زموږ وضعیت خرابېده، دی قرضداره و. افغانستان باندې خو بده ورځ راغله، ناچاري راغله، که نه هېڅ وخت یو ډاکتر داسې کار نه‌کوي."

ډاکتر فدا محمد امیر د ۴ وروڼو او ۵ خویندو مشر ورور او له وژل کېدو مخکې د همدې لویې کورنۍ یوازنی نفقه ګټونکی و.

د فدا محمد مور وایي، له زوی یې د نږدې یوه کال ځوانه ناوې پاته شوه او پر دې سربېره‌یې تر اوسه د واده پورونه هم نه‌دي خلاص.

د فدا محمد مور وایي، له زوی یې د نږدې یوه کال ځوانه ناوې پاته شوه
فدا محمد او ځیني خپلوان‌یې د هغه د واده په مراسمو کې - د فدا محمد مور وایي، له زوی یې د نږدې یوه کال ځوانه ناوې پاته شوه او پر دې سربېره‌یې تر اوسه د واده پورونه هم نه‌دي خلاص.
فدا محمد او ځیني خپلوان‌یې د هغه د واده په مراسمو کې - د فدا محمد مور وایي، له زوی یې د نږدې یوه کال ځوانه ناوې پاته شوه او پر دې سربېره‌یې تر اوسه د واده پورونه هم نه‌دي خلاص.

شاه جان وایي، له رسنیو پرته‌یې نور هېچا هم د خواخوږۍ په پار ور نه‌دی ورټکولی: "څو ځله همدا رسنۍ راغلې، زموږ په زخمونو مالګې دوړوي او نور یې هېڅ هم راسره ونه‌کړل، دوی به څه زمونږ درد حس کړي، نور ماشومان مې واړه واړه دي، سرپرست همدغه و، تحصیل کرده همدغه و، څه مو چې درلودې په همدغه مو مصرف کړې، قرض مو کاوه او نیمه ډوډۍ مو خوړه، خو پر ده مو مصرف کاوه چې اینده مو ښه شي."

د فدا محمد مور د عدالت غوښتنه کوي او وایي، زوی یې په لوی لاس د پیلوټ او یا هم د هوایي ډګر د ترافیکو د مسؤل د غلطې پرېکړې ښکار شوی دی.

د ډاکتر فدا محمد پلار پاینده محمد ابراهیم‌خېل چې اوس وزګار په کور ناست دی وایي، زوی یې د ماسترۍ او دوکتورا ارمانونه ګور ته یوړل.

هغه وایي، زوی یې تر اووم ټولګي پورې د پغمان په یوه کلیوالي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې، خو وروسته د ښو زده‌کړو په مقصد د خوشحال خان مېنې محمود هوتکي لېسې ته ولاړ.

د ښوونځي له فراغت وروسته فدا محمد دولتي پوهنتون ته نه‌بریالی کېږي، خو پلار یې وایي، په شخصي لګښت او سختو شرایطو کې یې ۷ کاله خصوصي پوهنتون پرې ولوست.

په شخصي لګښت او سختو شرایطو کې یې ۷ کاله خصوصي پوهنتون ولوست.
په شخصي لګښت او سختو شرایطو کې یې ۷ کاله خصوصي پوهنتون ولوست.

د پوهنتون د فراغت او واده‌یې لا کال نه‌و پوره چې هغه د الوتکې له باډۍ راولوېد او د ژوند لاره‌یې بېله کړه.

د پوهنتون د فراغت او واده‌یې لا کال نه‌و پوره

پاینده محمد ابراهیم‌خېل وایي، زوی یې بهر ته د تګ هېڅ نیت نه‌درلود او نه‌یې دوی ته په دې اړه څه ویلي و.

ښاغلی ابراهیم‌خېل وايي: "سهار له کوره ووته، چهارراهی شهید کې یې د غاښونو کلینیک درلود، تقریباً درې/درې نیمې بجې وې چې یو چا راته زنګ ووهه چې فدا محمد ستاسو زوی دی؟ ما ورته وویل هو. ویل‌یې دا یې له طیارې غورځولی دی او ځان پنجصد فامیلیو ته راورسوئ."

فدا محمد او او نور کسان د الوتکې په باډۍ پسې سریښ و
فدا محمد او او نور کسان د الوتکې په باډۍ پسې سریښ و

پاینده محمد ادعا کوي، د ده زوی او نور هغه کسان چې د الوتکې په باډۍ پسې سریښ و، امریکایي ځواکونو په لوی لاس وژلي دي.

د ده په ټکو، دغو کسانو غوښتل الوتکې ته پورته شي، خو په نیمه لاره کې پرې پیلوټ دروازه بنده کړې او دوی له څو متره فاصلې د ګام اچولو زړه نه‌دی کړی.

دی پيلوټ او د هوایي ډګر ترافیک ملامتوي او وایي، په داسې حال کې چې د هوایي ډګر امنیت ټینګ و او کوم برید هم نه‌و شوی، باید الوتکه نه‌وی الوزول شوې.

دی وايي: "دا کار لازم و چې دوی وکړ؟ هوایي میدان کې هېڅ مشکل نه‌و پېښ شوی، میدان هوایي مکمل د دوی په لاس کې و، طالبانو یې بهر امنیت نیولی و او دننه دوی امنیت ټینګ کړی و."

د دغو عملیاتو له پيل او کابل ته د طالبانو له ننوتو سره هم‌مهاله د کابل هوایي ډګر بشپړه پوځي بڼه غوره کړه او ټولې ملکي الوتنې یې وځنډېدې.
د دغو عملیاتو له پيل او کابل ته د طالبانو له ننوتو سره هم‌مهاله د کابل هوایي ډګر بشپړه پوځي بڼه غوره کړه او ټولې ملکي الوتنې یې وځنډېدې.

د کابل له هوایي ډګره د امریکا او د ناټو د یو شمېر نورو غړو د تخلیې عملیاتو دوه اوونۍ وخت ونیوه او د تېر کال د اګسټ په وروستۍ نېټه پای ته ورسېدل.

د دغو عملیاتو له پيل او کابل ته د طالبانو له ننوتو سره هم‌مهاله د کابل هوایي ډګر بشپړه پوځي بڼه غوره کړه او ټولې ملکي الوتنې یې وځنډېدې.

په لسګونو زره کسان د هوایي ډګر شااوخوا دروازو ته په دې نیت راټول و چې ګواکې له کومو ښکاره اسنادو پرته به‌یې بهرنیان له افغانستانه وباسي.

دې دوه اوونیو او له هغه راوروسته میاشتو کې له ۱۲۵ زرو ډېر کسان له افغانستانه وایستل شول چې بهرني اتباع، د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي او د نړیوالو ځواکونو پوځي او ملکي کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي په‌کې شامل وو.

له ۱۲۵ زرو ډېر کسان له افغانستانه وایستل شول

د تېر کال د سنبلې یا وږې په ۴مه نېټه د تخلیې د دغو عملیاتو پر مهال د کابل هوایي ډګر مخې ته خونړۍ چاودنه هم وشوه چې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۰۰ زیات ملکیان په‌کې ووژل شول.

داعش وسله‌والو هغه مهال د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته.

ډېرو لوېدیځو ډيپلوماتانو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او بیا د تخلیې پروسې پر څرنګوالي کلکې نیوکې کړي، خو د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ په ګډون ډېرو مسؤلو چارواکو د دې کار ننګه کړې ده.

د امریکایي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد چارواکو د تخلیې عملیاتو پر مهال د الوتکې له باډۍ د افغانانو د غورځېدو په پېښه کې هم پیلوټ او د الوتکې عملې ته برائت ورکړی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره جون میاشت د امریکایي چارواکو په حواله وویل، پیلوټ او د الوتکې عملې د لا خطر د مخنیوي لپاره مناسبه پرېکړه کړې ده، خو د قربانیانو کورنیو ته دا خبره د منلو نه‌ده.

د ډاکتر فدا محمد پلار وایي، ملګري ملتونه او نورې لوړپوړې ادارې دې د دوی د عدالت غوښتنې غږ واوري او د زوی د وژنې جبران دې ورکړي.

افغانه ماشومه چې امريکايي الوتکه کې دنيا ته راغله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG