د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

امريکا: افغانستان کې دې د اګسټ میاشتې د تخلیې او لېږد پروسه له سره وارزول شي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

له افغانستانه له د امریکايي عسکرو له وتلو نږدې دوه میاشتې پوره کېږي، خو لا يې هم له دې هېواده د خپلو اتباعو او هغه افغانانو د ایستلو لړۍ نه ده بشپړې کړې چې له دې هېواد سره يې کار کړی دی.

د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې امریکايي عسکرو له افغانستانه د وتلو سره سم له دې هېواده د بهرنیو اتباعو او د هغه افغانانو د ایستلو پروسه هم پیل کړه چې له دوی سره یې کار کړی و او په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ و.

امریکا په دغه ماموریت کې چې د اګسټ میاشتې تر ۳۱ مه یې دوام وکړ، شااوخوا ۱۲۴ زره کسان وایستل، خو د امریکا دغه پروسه د دې لپاره له انتقادونه سره مخ شوه چې لا هم ګڼ شمېر بهرني اتباع او هغه افغانان چې فکر کېږي په افغانستان کې يې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی پاتې دي.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن امر کړی چې د اګسټ په میاشت کې د تخلیې او انتقال پروسه دې له سره وارزول شي.

ښاغلي بلېنکن چهارشنبه ناوخته د بهرنیو چارو وزارت په انسټیټیوټ کې یوې غونډې ته ویلي مني چې د اګسټ په میاشت کې د ډله ییز انتقال په پروسه کې ستونزې وې، خو دوی اوس دغه بهیر له سره ارزوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

دی وايي: "ما په يو لړ داخلي بیا کتنو امر کړی چې په افغانستان کې زموږ د ډله‌یيز ايستلو او ځای پرځای کولو پر برنامو او اجراتو تمرکز کوي. موږ به دا د زده‌کړې او د لا ښه کار کولو فرصت له لاسه ورنه‌کړو"

ښاغلي بلېنکن ویلي، امریکا د خپل ځان د خوندیتوب لپاره هڅه کوي، څو ډاډه شي چې د ورغلو کسانو له خوا د دې هېواد کورني امنیت ته ګواښ نشته.

نوموړي په ټینګار سره ویلي چې امریکا په افغانستان کې په تېرو دوه لسیزو کې له ترهګرۍ سره کلکه مبارزه کړي.

له دې ور هاخوا بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سر پلټونکي هم روانه اوونۍ ویلي و چې دوی به له افغانستان د ایستل شوېو کسانو د پروسې ځینې برخې بیا وڅېړي.

په ورته مهال بیا د امریکا پخوانی سناتور او پوځي جنرال (ټامي ډک ورټ) ویلي، په دې باید ټول وپوهېږي چې امریکا په افغانستان په تېرو شلو کلونو کې ځینې تیروتنې وکړې.

هغه ویلي، د امریکا د دې شل کلن مزل د څېړلو په تړاو باید یو کمېسیون جوړ شي او دا باید وڅېړل شي چې د امریکا میلیاردونو ډالره ولې په سمه توګه مصرف نه شول.

د نوموړي په خبره، د امریکا په میلیاردونو ډالره د مالیې ورکوونکو پیسې مصرف شوې، خو هلته ملت جوړونه ونه شوه او د افغانستان حکومت په یوه اوونۍ کې سقوط وکړ.

XS
SM
MD
LG