د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

بریتانیا او جرمني له امنیتي ستونزو سره مخ زرګونه افغانان له هېواده باسي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

بریتانیا او جرمني تازه اعلان کړی چې له افغانستانه به زرګونه نور افغانان چې له امنیتي ستونزو سره مخامخ دي، وباسي.

یو شمېر افغانان چې له هېواده د وتلو شېبې شماري، دې اعلان خوشبینه کړي دي.

افغان قاضي چې د تېر حکومت پرمهال يې په محکمه کې دنده درلوده نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې په راپور کې نوم واخېستل شي وايي، په وروستیو کې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دی او له نړیوالو هېوادونو غواړي چې د ده د ژوند د ژغورلو لپاره دې ورته پناه ورکړي.

نوموړی وايي: "شرعیاتو نه فارغ وم، بیا د سېتاژ دورې وروسته بالاخره قضا برخې ته جذب شوم، اوس واقعاً له ګواښ سره مخامخ یم ځکه موږ جزایي برخو کې هم کار کړی او هغه بندیان چې اوس ازاد شوي د هغو تر ګواښ لاندې یو، بې برخلیکه یو، منفک شوي یو زموږ پرځای یې ملایان ګمارلي دي."

خو دا ښايي یوازې د دغه قاضي ستونزه نه وي، یو شمېر افغان خبریالان هم چې فکر کوي په افغانستان کې يې ژوند ته ګواښ پېښ دی وايي، هڅه کوي چې له دې هېواده ووځي.

له دې ډلې د دوو بېلابېلو افغان رسنیو خبریالانو چې دوی هم د امنیتي حساسیتونو له امله ونه غوښتل په راپور کې یې نومونه واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دغه هېوادونه چې له افغانستانه د افغانانو د ایستلو پلان لري باید دوی ته دې لومړیتوب ورکړي.

ځینې افغان خبریالان هم چې فکر کوي په افغانستان کې يې ژوند ته ګواښ پېښ دی
ځینې افغان خبریالان هم چې فکر کوي په افغانستان کې يې ژوند ته ګواښ پېښ دی

یو تن افغان خبریال وايي: "د نورو قشرونو په ګډون خبریالان هم له لوړو ګواښونو سره مخ دي چې له دې ډلې یو زه هم یم، ځکه ما تېرو ۵ کلونو کې په داسې سوژو او راپورونو کار کړی چې د فساد لویې دوسیې او د بشري حقونو پېښې په کې افشا شوي دي."

بل افغان خبریال بیا داسې وايي: "د هېواد وروستي بدلون او د نوري سرپرست حکومت په راتګ مې چې کومې هیلې د ځان او کورنۍ لپاره وې هغه اوس مړې شوې، د هېواد او ژوند بې برخلیکتوب او کورنۍ لپاره مې ګواښونو او ستونزو اړ کړی یم چې پرته له افغانستان بل هېواد د ژوند لپاره غوره کړم."

دا په داسې حال کې ده چې تازه پرون پنجشنبه د بریتانیا په حکومت کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو د پروګرام د چارو وزیره ویکټوریا اتکینز ویلي، دوی ۲۰زره نور افغانان له افغانستانه خپل هېواد ته بیایي او هغو کسانو ته به د وېزو ورکولو په برخه کې لومړیتوب ورکړي چې افغانستان کې یې د بریتانیا له هلو ځلو سره مرسته کړې، د ولسواکۍ او ښځو حقونو لپاره یې ښکاره مبارزه کړې او ''د ډموکراسۍ او ښځو حقونو په څېر یې د دوی د ارزښتونو د ساتلو لپاره هڅې کړي او یا هم د افغانستان د لږکیو څخه دي.

په داسې حال کې چې بریتانیا ته رسېدلي زرګونه افغانان لاهم په موقت ډول په هوټلونو کې مېشت دي ویل کېږي چې ځايي چارواکو ته د نوېو رسېدلو کسانو مېشت کېدو لپاره پانګه ورکول کېږي.

همدا راز د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د هغو ۱۵ زرو افغانانو د ایستلو او ورته د پناه ورکولو لړۍ چټکوي چې دوی یې ژمنه کړې وه.

د جرمني د بهرنیو چارو نوې وزیرې انالنا بایربوک پنجشنبه د مرغومي پر دوهمه وویل، جرمني هڅه کوي دا بهیر ګړندی کړي او دې برخه کې د افغانستان له درېیو ګاونډیو سره د وتلو د نویو لارو د لټون په موخه خبرې اترې کوي.

نوموړې د ایران، تاجکستان او ازبیکستان نومونه یاد کړي دي.

هاخوا طالبان بیا خلکو ته د امنیتي ګواښونو موجودیت ردوي او وایي چې دا مهال ټول هېواد کې خلک امن ژوند لري او د دوی د کسانو له لوري نه یوازې چا ته ګواښ متوجه دی بلکې په خبره یې د خلکو امنیت هم نیسي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې له خلکو وغوښتل چې په خپل هېواد کې دې پاتې شي او د بهرنیو هېوادونو د تګ اراده دې نه لري.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي له خلکو وغوښتل چې په خپل هېواد کې دې پاتې شي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي له خلکو وغوښتل چې په خپل هېواد کې دې پاتې شي

کریمي زیاته کړه: "اوس مهال هېچا ته ګواښ نه متوجه دی او نه یې څوک چا ته متوجه کولی شي، دا راپورونه واقعیت نه لري، که څوک ګواښ سره مخ وي دوی کولی شي د اسلامي امارت قانوني ادارو ته مراجعه وکړي چې امنیت یې ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري هم د خلکو د اندېښنو او شکایتونو له امله د ولایتونو والیانو او چارواکو ته په خطاب کې یو فرمان ورکړل شوی و او هغه کې راغلي و چې دوی دې له هغو خلکو سره له نږدې وګوري او ستونزې دې ورحل کړي چې غواړي له امله یې هېواد پرېږدي.

د کډوالو په چارو کې د ځینو نړیوالو ادارو د راپورونو پربنسټ،د روان میلادي کال د اګسټ له ۱۵مې نېټې پر ټول افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، شااوخوا یو میلیون افغانان د تخلیې په پروسه کې بېلابېلو هېوادونو ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG