د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

طالب مشر هېبت‌الله: والیان دې له هېواده د تلونکو کسانو ستونزې ورحل کړي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

د کابل ښار یوه اوسېدونکې چې دا او کورنۍ یې په همدې ورځو کې له افغانستانه د وتلو تکل لري.

دا اغلې چې د ۱۰ کسیزې کورنۍ غړې ده وایي، په هېواد کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ د زده کړو د بهیر د ټکني کېدو له امله غواړي له دغه هېواده ووځي.

دا مېرمن چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، په دې اړه یې ازادي راډیو سره مرکه کې وویل: "له افغانستانه زما د کورنۍ د وتلو یوازینی لامل د تعلیم دی، ځکه موږ غواړو زموږ د کورنۍ د زده کړو د دوام لپاره له افغانستانه ووځو."

د کابل ښار دا اوسېدونکې وایي، که په هېواد دننه د لوړو ټولګیو د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پیل، دندو ته یې د کورنۍ د نارینه وو اجازه وشي، اقتصادي ستونزې حل شي نو بېرته به افغانستان کې ژوند کولو ته دوام ورکړي.

د دې کابل مېشتې کورنۍ د اسنادو د هغه کارونه هم څه نا څه مخته تللي چې غواړي له افغانستانه بهر پرې ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملاهېبت الله تازه د هغو خلکو د ستونزو د هواري لپاره خپلو والیانو ته په خطاب کې نوی فرمان ورکړی چې له افغانستانه د کډوالېدو تکل لري.

په دې فرمان کې راغلي: "هغه افغانان چې د سیاسي یا اقتصادي ستونزو په پلمه د هېواد پرېښودلو ته زړه ښه کوي او ځينې بیا له کم عمره ماشومانو او مېرمنو سره غربي هېوادونو ته د تللو تکل لري چې بیا د بېلابېلو دلایلو له امله له ځنیو امنیتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کېږي، له دې امله دې والي صاحبان د اړوندو مسئولینو او علماء کرامو په همکارۍ له هغوی سره مخامخ وویني، د هغوی ستونزې دې واوري او د ممکنه حل لارو پیدا کولو په هکله دې ورسره مرسته وکړي. همدا راز دې د امنیتي تدابیرو د لازیاتوالي هڅه جاري وساتي چې چاته د وېرې خپرولو فرصت میسر نه وي او په ځانګړي توګه څوک د تجارانو، کسبه کارو او متخصصینو د خدمتونو او فعالیتونو په وړاندې خنډ ایجاد نه شي کړای."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د ملا هېبت الله د دغه فرمان په اړه ازادي راډیو ته وویل، د دوی مسوولین به د ټولو هغو ستونزو د هواري لپاره هڅې وکړي چې خلک یې له هېواده وتلو ته اړ ایستي دي.

مجاهد وايي: "والیان او مسوولین باید هغو کسانو ته ډاډ ورکړي، د تېښتې علت یې پیدا کړي او مرسته دې ورسره وکړي چې دوی له افغانستانه ونه وځي، ځکه ښه برخلیک سره نه مخ کېږي، ستونزې ورته پیدا کېږي، ځینې خلک که ځورول شوي وي یا ځورول کېږي هغوی سره دې مرسته وکړي، بل دا چې که خلک له هر اړخ نه نورې ستونزې ولري، زموږ مسوولین به د خپل وس تر حده هغوی سره مرسته وکړي چې دوی له افغانستانه ونه وځي."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

خو ښاغلي مجاهد د زده کړو د بهیر د پیل په اړه کوم تازه څه ونه ویل هغه څه چې اوس یې افغانان له هېواده بهر ته د تګ یو بل لامل بولي.

دا چې د طالبانو د مشر دا فرمان به پر افغانستان اوسنیو حاکمو شرایطو کې څومره د اجرا وړ وګرځي او دا چې وبه کړای شي د خلکو د کډوالۍ کچه ورسره راټیټه کړي که نه، لا څرګنده نه ده.

خو په دغه هېواد کې له شپږمو ټولګیو پورته د ښځینه ښوونځیو او پوهنتونونو د بندوالی، بې سارې بې وزلۍ، بې کارۍ او ځینې نورې هغه ستونزې دي چې خلک یې له امله شکایتونه لري او دا مهال هر بل ملک د افغانستان پرتله یې د ژوند لپاره مناسب بولي.

د ځینو نړیوالو ادارو د وروستیو شمېرو له مخې، پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو یوه اوونۍ مخکې بیا تر دې دمه بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو ځواکونو له لوري له دغه هېواده د خلکو د تخلیې په بهیر او قاچاقي توګه شااوخوا یو میلیون افغانان وتلي دي.

خو په دې وروستیو کې د ایران او ترکیې تر منځ پولو کې د هغو کډوالو زړه بوږنوونکي انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوي دي چې په قاچاقي توګه غواړي تر اروپایي هېوادونو ځانونه ورسوي.

XS
SM
MD
LG