د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

پر کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې د قربانیانو کورنۍ: امریکا باید موږ سره مرسته وکړي


د کابل هوايي ډګر په یوه دروازه کې د اګسټ په ۲۶مه د داعش ډلې د خونړۍ حملې سیمه
د کابل هوايي ډګر په یوه دروازه کې د اګسټ په ۲۶مه د داعش ډلې د خونړۍ حملې سیمه

په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کورنیو پر ایستلو ټینګار کوي پر کابل هوایي ډګر د خونړۍ چاودنې د قربانیانو کورنۍ هم له دې هېواده د مرستې غوښتنه کوي.

په هغه پېښه کې د یوه وژل شوي کس کورنۍ وایي امریکا باید له هغوی سره مرسته وکړي چې خوندي ځای ته ولاړ شي.

د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه چې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د داعش وسله‌والې ډلې د خراسان څانګې له لوري په شوې انتحاري حمله کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۷۲ زیات کسان ووژل شول.

هیله هغه مېرمن چې د محمد ولي په نوم خاوند یې د کابل پر هوایي ډګر دغه چاودنه کې ووژل شو، د هغې ورځې په یادولو اوښکې تویوي.

هیله وایي د طالبانو له راتګ وروسته خاوند یې غوښتل چې له افغانستانه د تخلیې په عملیاتو کې امریکا ته ولاړ شي.

د اګسټ میاشتې په ۲۶مه پر کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې سیمه
د اګسټ میاشتې په ۲۶مه پر کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې سیمه

هیله وایي هغه ورځ‌یې د خور د کوژدې مراسم و چې د خاوند د مرګ خبر ورته ورسېد.

دا زیاتوي: "د پنجشنې په ورځ مې خاوند یوازې هوایي ډګر ته ولاړ، کله چې چاودنه وشوه، دا چې په پېښه کې ټپي شوی و کنه، خو اووه اته مرمۍ یې پر ځان لګېدلې وې، درې مرمۍ یې په څنګ کې، دوه مرمۍ یې په اوږه او یوه‌یې هم پر سر لګېدلې وه، زه او ماشومان مې ډېر بد حالت کې وو او چغې مو وهلې او بالاخره د شپې پر ۱۲ بجو یې جنازه لغمان ته یوړه."

محمد ولي صافی د لغمان ولایت او د اګسټ د ۲۶مې نېټې د کابل هوایي ډګر مخې ته د انتحاري حملې قرباني شو، نوموړی ۳۳ کلن و.

هغه د پنځو ماشومانو چې څلور یې نجونې دي پلار و، تر ټولو کوچنی ماشوم‌یې اوس د څلورو میاشتو دی.

د محمد ولي مېرمن وایي نوموړی له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ کال د لغمان ولایت په مرکز مهترلام بابا ښار کې د روزونکي په توګه له یوه امریکایي بنسټ سره همکار و.

د اګسټ میاشتې له ۱۵مې نېټې او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا اعلان وکړ چې د خپلو ځواکونو ترڅنګ هغه افغانان به هم په پوځي الوتکو کې وباسي چې له هغه هېواد سره‌یې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.

هیله وایي محمد ولي صافی چې د دغې پروسې د شرایطو وړ و او اېس‌ای‌وي کېس‌یې هم درلود،د یو اېمېل له ترلاسه کولو وروسته د زرګونو نورو افغانانو په شان څو شپې یې د هوایي ډګر تر دروازو شا ته سهار کړې، خو د زیاتې ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ له امله ونه‌شو کړای چې هوایي ډګر ته ننوځي.

د کابل هوايي ډګر هغه دروازه کې د خلکو ګڼه ګوڼه چې وروسته په‌کې چاودنه وشوه او لسګونه کسان قرباني شول
د کابل هوايي ډګر هغه دروازه کې د خلکو ګڼه ګوڼه چې وروسته په‌کې چاودنه وشوه او لسګونه کسان قرباني شول

بالاخره په هغه وروستي اېمېل کې چې ښاغلي صافي ترلاسه کړی و، اړ شو چې د اګسټ په ۲۶مه نېټه له کورنۍ پرته هوایي ډګر ته ولاړ شي، هغه سفر چې بېرته ستنېدل‌یې نه‌و.

هیلې ازادي راډیو ته وویل چې د خاوند په وژل کېدو یې په ژوند کې بل سرپرست او ملاتړ کوونکی نه‌لري.

هغه له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتونکې ده.

دا وايي: "له هماغې ورځې مې بد مرغي پیل شوه، څه ووایم نو بدې سختې ورځې دي، اوس‌مهال مې پلار او ورور سرپرستان دي، ۳۵ کسیزه کورنۍ کې سره ژوند کوو چې کور مو یوازې درې خونې لري، په سختو شرایطو کې ګیره یم له نړیوالې ټولنې غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي."

له دې سره مسید صافی د محمد ولي صافي ورور وایي پلار یې د طالبانو د لومړۍ حکومتوالۍ پر مهال وژل شوی، څو کاله وروسته‌یې مور هم مړه شوه او اوس‌یې هم ورور چۍ د ده او خور تکیه‌ګاه یې وه له نړۍ سترګې پټې کړې.

مسید صافي وویل: "غم‌یې ډېر دروند دی، موږ دوه وروڼه او یوه خور وو او همدا ورور مو موږ لپاره هر څه و، خدای ج مور او پلار هم له موږ اخیستي او دا ورور هم چې موږ ته د پلار او مور په شان و، ډېر لیاقت‌یې درلود، اوس‌یې یتیمان پاتې دي او ورېندار مې چې ډېره ځوانه ده د کونډېدو لایقه نه‌وه."

د دې پېښې له کېدو څو ورځې مخکې امریکا پر کابل حامد کرزي هوایي ډګر د انتحاري حملې د احتمال په اړه خبر ورکړی و.

د اګسټ میاشتې په ۲۶مه پر کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې سیمه
د اګسټ میاشتې په ۲۶مه پر کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې سیمه

بالاخره د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو پنځې ورځې مخکې د کابل هوایي ډګر په یوه پوځي دروازه کې حمله وشوه چې د ۱۳ امریکایي ځواکونو په ګډون په‌کې له ۱۷۲ زیات کسان ووژل شول.

تازه د چهارشنبې ورځې ناوخته د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري ناسته کې وویل چې د امریکايي ځواکونو او له دوی سره د افغان همکارانو د کورنیو لسګونه تنه لا هم په افغانستان کې دي او د هغوی ایستلو لپاره‌یې مأموریت دوام لري.

هغه همداراز ویلي سره له دې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پوځي مأموریت ختم شوی، خو له افغانستان د امریکایي ځواکونو د پاتې کورنیو او هغو کسانو چې د دغه هېواد له دولت سره‌یې کار کړی ایستل به‌یې دوام ولري، هغه پروسه چې د وژل شوي محمد ولي صافي د مېرمن هیلې په شان لسګونه کسان ورته سترګه په لاره وي تر څو له هغه لارې له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG