د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د امريکا د تخليې له پروګرام کال تېرېږي؛ افغان همکاران يې د انتقال له پروسې خوښ نه‌دي


هغه افغانان چې تېر اګست کې د امريکا لخوا له افغانستان و ايستل شول
هغه افغانان چې تېر اګست کې د امريکا لخوا له افغانستان و ايستل شول

د امریکا له لوري "همکارانو ته یې د پناه ورکولو عملیاتو" د اعلان تر یو کال تېرېدو سره سره د ځانګړي کډوالۍ ویزې یا ایس ای وي ځینې درلودونکي کسان له افغانستانه د انتقال د پروسې د ځنډني کېدو په اړه نیوکه کوي.

دوی ټینګار کوي چې متحده ایالات نه باید د دوی همکارۍ باندې سترګې پټې کړي او ژر تر ژره دې برخلیک ور معلوم کړي.

د امريکايي ځواکونو يو افغان همکار وایي، سره له دې چې کلونه يې په افغانستان کې امریکایي پوځیانو سره کار کړی او د کډوالۍ ځانګړې ویزې اسناد یا اس ای وي کېس لري خو لا هم افغانستان کې پاتې دی.

دی د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي له سختیو امنیتي شرایطو سره مخ دی.

دغه کس ځینې داسې عکسونه له ازادي راډیو سره شریک کړي چې د وهلو ډبولو نښې نښانې په‌کې ښکاري، دی ادعا کوي چې طالبانو وهلی او اوس یې بهرني همکاران ایمیلونو ته ځواب هم نه وایي.

نوموړی وايي: "اس ای وي یو ځل موږ ته ایمېل وکړ چې اسناد مو جعلي دي، جعلي نه‌دي خو سوپروایزر ځواب نه وایي اس ای وي کېس مو مخته نه وړي، موږ ورسره مستقیمه کار کړی او دوی خپله موږ ته دا اسناد راکړي."

تېر اګست مياشت کې ډېری افغانان په نا منظم ډول ووتل خو لا هم زرګونه افغانان چې ايس ای وي کېسونه لري د خپلو وتلو په انتظار دي
تېر اګست مياشت کې ډېری افغانان په نا منظم ډول ووتل خو لا هم زرګونه افغانان چې ايس ای وي کېسونه لري د خپلو وتلو په انتظار دي

دی ادعا کوي چې طالبانو د قومي مشرانو په قوي ضمانت په دې شرط خوشې کړی چې هر کله طالبان وغواړي قومي مشران یې باید ور تسلیم کړي.

د امریکا دغه افغان همکار دغه شان ادعا کوي چې هغه کار د مخینې له امله چې له امریکا سره یې لري په اوسنیو ادارو کې هم د کار موندلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

دی وایي دغو ستونزو له اقتصادي کړاونو سره مخ کړی دی.

له دې سره یو بل کس چې د کډوالۍ ځانګړې ویزه یا اس ای وي کېس لري ټینګار کوي چې تر اوسه یې امریکا د ایستلو لپاره کوم اقدام نه دی کړی او لا په افغانستان کې پاتې دی.

دا کس هم نه غواړي چې په راپور کې یې نوم واخیستل شي وويل: "یو کال کېږي چې زه اس ای وي کېس لرم له دغو خلکو سره مې تقریبا ۴ که ۵ کلونو کار کړی او برحاله کارکوونکی وم کله چې تحولات رامنځته شول هر څه بند شول، اوس افغانستان کې یم او برخلیک مې معلوم نه دی کار هم نشته."

امریکا په تېرو یوولس میاشتو کې له افغانستانه سلګونه افغانان ایستلي او دا بهیر لا هم روان دی.
امریکا په تېرو یوولس میاشتو کې له افغانستانه سلګونه افغانان ایستلي او دا بهیر لا هم روان دی.

د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزه یا اس ای وي هغه کېس دی چې له مخې یې د امریکا افغان مستقیم همکاران دغه هېواد ته انتقالېږي.

تېر کال د جولای په ۱۴ د امریکا ولسمشر جوبایدن خپله پرېکړه اعلان کړه چې د امریکا افغان همکاران به یې په چټکو الوتنو کې له افغانستانه انتقال کړي.

هغه دا ماموریت "همکارانو ته یې د پناه ورکونې عملیات" ونومول - هغه څه چې د یو کال له تېرېدو سره هم له نیوکو سره مخ دي.

بلخوا تازه د جوبایډن د ګوند مخالف جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور مایکل مک کوول د امریکا د دغې ژمنې د یو کلنې کېدو په مناسبت په یو بیان کې د دې پروسې په اړه نیوکې کړي او ویلي یې دي چې "د ولسمشر بایډن له لوري زموږ د افغان همکارانو هېرول، د هغه پر ولسمشرۍ یو تور داغ دی."

د هغه د بیان په یوه برخه کې دا هم راغلي چې "همدا اوس هم له ۶۷۵۰۰ زیات د SIV کېس یا د کډوالۍ ځانګړې ویزې درلودونکي د خپلو دوسیو د رسېدنې لپاره انتظار دي چې تقريبا ټول دا کسان اوس په افغانستان کې په دام کې بند پاتې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېر میلادي کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د همدې میاشتې تر پایه شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ افغانان د ډله ییزې تخلیې په پروسه کې د امریکا او همکارانو له لوري یې له افغانستانه وایستل شول.

له افغانستانه د امریکا ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځلونه اعلانونه وکړل چې هېواد یې له افغانستان د امریکا افغان همکارانو ایستلو ته دوام ورکوي.

امریکا په تېرو یوولس میاشتو کې له افغانستانه سلګونه افغانان ایستلي او دا بهیر لا هم روان دی.

XS
SM
MD
LG