د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټيټیوټ زده‌کوونکو اعتراض کړی


 په پرتګال کې د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ زده‌کوونکي
په پرتګال کې د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ زده‌کوونکي

په پرتګال کې د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د خپل نامعلومه برخلیک له امله اعتراض کړی.

په یوه خپره شوې ویډیو کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ زده‌‌کوونکي لیدل کېږي چې د پرتګال هېواد د جمهوري ریاست د ودانۍ مخې ته یې اعتراض کړی.

دوی وايي، له تېرو اووه میاشتو راهیسې په پرتګال کې یوه روغتون کې اوسېږي، سم خواړه نه ورسېږي او د موسیقۍ له زده‌کړو یې هم کوم خبر نه‌شته.

یو له دې زده‌‌کوونکو چې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط یې ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، هغه ژمنې چې دوی سره شوې وې، عملي شوي نه‌دي او د هرې ورځې په تېرېدو یې په پرتګال کې د خپل راتلونکي په اړه ناهیلي زیاتېږي.

هغه وویل: "فکر وکړئ، موږ د ناروغانو په څېر په روغتون کې اوسېږو، هیڅوک زموږ احوال نه‌اخلي. سم خواړه نه‌شته. موږ د موسیقۍ د یوه لوی ګروپ په نوم دلته راوستل شو، ډېرې نرمې او غوړې وعدې را کړل شوې، خو له کومې ورځې چې دلته روغتون ته راوړل شوي یوو، ان درې څلور ورځې مو اوبه نه درلودې."

د جمهوري نظام له سقوط سره سم، د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ نږدې ۲۷۰ تنه زده‌کوونکي پرتګال ته یوړل شول.

تېر کال د محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري نظام په سقوط سره د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ زده کوونکي پرتګال ته ولېږدول شول.
تېر کال د محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري نظام په سقوط سره د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ زده کوونکي پرتګال ته ولېږدول شول.

خو د دې انسټیټیوټ یو زده‌کوونکی وايي، اوس په پرتګال یوازې ۹۰ تنه پاتې او له دوی سره ژمنه شوې چې د کورنۍ غړي به یې هم راوستل شي او پاتې نور اروپايي هېوادونو ته کډوال شول.

دا زده‌‌کوونکی وايي، میاشتې کېږي چې سم خواړه یې‌ نه‌دي خوړلي او د پرتګال د کډوالو ادارې یې هم د لېږد لپاره کوم روښانه ځواب نه‌دی ورکړی او هم اجازه نه ورکول کېږي چې د موسیقۍ ښوونځي کې داخله وکړي.

هغه وايي: "اعتراض مو وکړ، زموږ اعتراض ته یې ځواب را نه کړ. یو سازمان دی، دلته یې استازي راغلل، ویې پوښتل، څه غوښتنې لرئ؟ خو دا یې هم وویل چې اصلاً له دې ستونزو خبر نه‌دي، خو دروغ یې ویل، ځکه موږ څو ځله ورته شکایت وکړ، خو دوی پام و نه کړ."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر احمد ناصر سرمست د دې زده‌کوونکو د وضعیت په اړه چې ډېری یې کم عمره دي، زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو یادو زده‌کوونکو ازادي راډیو ته وویل، د پرتګال حکومت ته یې یوولس ورځې وخت ورکړی، که یې غوښتنې و نه منل شي، نورو اروپايي هېوادونو ته به چې کډوال مني، ولاړ شي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ رییس احمد ناصر سرمست
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ رییس احمد ناصر سرمست

موده وړاندې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ رییس احمد ناصر سرمست اعلان کړ چې له شپږ میاشتو ځنډ وروسته یې، د پرتګال په پلازمېنه لزبون کې د موسیقۍ برنامې پیل کړي دي.

هغې ازادي راډیو ته ویلي و، نږدې ۱۵۰ زده‌کوونکود پرتګال د موسیقۍ په ملي کنسرواتور کې خپل تمرینات پیل کړي او په راتلونکې کې یې په همدې هېواد کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ د پرانستو خبره کړې وه.

XS
SM
MD
LG