د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

فعالان: خیبرپښتونخوا ته تازه کډه شوي ځینې افغان سندرغاړي زنداني شوي


د موسیقۍ الات
د موسیقۍ الات

په خیبر پښتونخوا کې ځینې سیاسي او ټولنیز فعالان او خبریالان وايي، ځايي پولیسو یو شمېر افغان سندرغاړي نیولي او زندان ته یې لېږلي دي.

پاکستاني پولیسو خیبرپښتونخوا ته تازه کډه شوي یو شمېر افغان سندرغاړي نیولي او زندان ته یې لېږلي دي.

ځايي خبریال فاروق فراق په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا هنرمندان له طالبانو د ځان ژغورنې په تکل خیبر پښتونخوا ته اوښتي وو.

د امریکا غږ ډیوه راډیو د پېښور د تاکال امنیتي حوزې له قوله، د نیول شویو افغان هنرمندانو نومونه ندیم شاه، نوید الله، سعیدالله او اجمل ښودلي دي.

پر دې هنرمندانو پېښور کې د غیر قانوني استوګنې دعوه شوې او په همدې پرون ځايي عدالت ته ته وړاندې شوې او بیا د درې ورځو لپاره زندان ته لېږل شوي دي.

په خیبرپښتونخوا کې سیاسي او ټولنیز فعال اشفاق وزیري د پولیسو د لومړني راپور پاڼه په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې او دا پېښه یې غندلې ده.

سیاسي او فرهنګې فعالې بشرا ګوهر هم د خیبر پښتونخوا د پولیسو دا کړنه غندلې او په خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي: "افغان هنرمندانو له دې امله چې طالبانو افغانستان اشغال کړی او د دوی ژوند ته ګواښ پېښ دی، خپل کورونه پرېښي."

مېرمن ګوهر هیله کړې، چې یاد هنرمندان له بنده ازاد او حقونه یې خوندي شي.

د پښتو موسیقۍ څېړونکی او پي‌ایچ‌ډي سکالر راشد احمد خان بیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، پېښور کې د هنرمندانو د تنظیم هنري ټولنې د افغان هنرمندانو د نیولو پر ضد د اعتراض اعلان کړی.

طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته، موسیقي غږول او اورېدل منع او حرام اعلان کړي.

په یو شمېر ویدیو ګانو کې هم چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ولیدل شول، چې وسله وال کسان د موسیقۍ الات ماتوي او سوځوي یې.

دې سره ډېر شمېر افغان سندرغاړو او د موسیقۍ غږوونکو افغانستان پرېښود.

له دوی ډېر شمېر یې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل او ځینې یې امریکا او په لویدیځو هېوادونو کې مېشت شول.

خو یو شمېر ډېر شمېر نورو بیا خپل فن پرېښود او نورو کارونو ته یې مخه کړه.

تېره اوونۍ ازادي راډیو په یو راپور کې له یو شمېر سندرغاړو او د موسیقۍ له غږوونکو سره خبرې کړې چې له خپل خراب اقتصادي وضعیت یې شکایت کاوه او ویل یې، د ژوند چارې یې ښې نه‌دي راونې.

XS
SM
MD
LG