د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

افغانستان کې ناچاره سندرغاړي او موسیقاران؛ یا کار بدلوي یا ښار


کابل کې د سما نڅا، انځور تزئیني بڼه لري.
کابل کې د سما نڅا، انځور تزئیني بڼه لري.

موسیقي په افغانستان کې تاریخي مخینه لري، له پخوا راهیسې تر اوسه شته داسې څېرې چې په دغه هېواد کې د سنتي موسیقۍ د پرمختګ او ژوندي ساتلو په هڅه کې دي.

تېرو ۲۰ کالو کې د افغان سندرغاړو او موسیقارانو لپاره د فعالیت ښه زمینه برابره وه، خو اوس د طالبانو په مشرۍ حکومت سره به د دوی برخلیک څه شي؟ ځکه طالبانو پخوا هر ډول موسیقي حرام بللې وه.

محمد ابراهیم خواجه احراري ۲۰ کاله کېږي چې شپېلۍ غږوي او د مولانا تصوفي شعرونه وايي.

خپل وېښته‌یې د مولانا پېژندنې او د هغه د شعرونو په ویلو کې سپین کړي دي.

خو دی اوس وايي، نور ورته په افغانستان کې دا کار ستونرمن شوی، تر کومه چې طالبان په دغه هېواد کې واکمن دي.

احراري اوس د ترکیې قونیې ښار ته کډوال شوی دی: "وايي، دوی د دین او عرفان په نوم موسیقي کوي، له هرې بلې موسیقۍ بدتره، وايي، په دین کې موسیقي جواز نه‌لري. اصلاً له هېڅ ډول موسیقۍ په ځانګړي ډول عرفاني موسیقۍ سره موافق نه‌دي."

انځور تزئیني بڼه لري
انځور تزئیني بڼه لري

افغان سندرغاړي وايي، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د موسیقۍ هنر سخت ځپل شوی او یو ځل بیا دغه هېواد د ۹۰مې لسزې د دوهمې نیمايي په شان په یو بې‌سازه او بې‌اوازه هېواد بدل شوی دی.

طالبانو تېر ځل د خپلې واکمنۍ پر مهال پر هر ډول موسیقۍ بندیز لګولی و.

اوس سندرغاړي او موسیقاران په پټه ځینو د خوښیو محفلونو ته ځي او وايي له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره هم مخ دي.

سندرغاړی سعید الله وفا زیاتوي: "نن سبا په افغانستان کې د موسیقۍ کارونه ټول په ټپه ولاړ دي، سندرغاړي محفل ته نه‌شي تللی او کوم یو ځي هم په ډېر پټه او وېره ځي او ټول له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي."

دا یوازې سندرغاړي او موسیقاران نه‌دي چې خپل مسلک ته‌یې شا کړې، بلکې د موسیقۍ د الو جوړوونکي هم له ورته یو برخلیک سره مخ دي.

داوود شاه هغه څوک چې ربابونه‌یې جوړول، خو اوس‌یې دکان تړلی دی وايي، تر هغه به تړلی وي تر کومه چې طالبان واکمن وي.

داوود شاه هم د کډوالۍ لار غوره کړې، هغه لار چې د طالبانو د تېر ځل واکمنۍ پر مهال‌یې هم خپله کړې وه: "ما دکان وتړه او نور د موسیقۍ الې نه‌جوړوم، ځکه طالبان وايي موسیقي حرام ده، زه هم وډار شوم او دکان مې وتړه، دا زما پلارنی کسب و، خو اوس دې شرایطو کې دا کار نه‌شم کولای، تصمیم لرم له دې ځای ولاړ شم."

د افغاني موسیقۍ یوه سیمه‌ییزه اله رباب
د افغاني موسیقۍ یوه سیمه‌ییزه اله رباب

ازادي راډیو هڅه وکړه د سندرغاړو او موسیقارانو د فعالیت په اړه د طالبانو په مشرۍ د نوي حکومت نظر هم ولري، خو د طالبانو د رسنیز تیم غړی بلال کریمي له ژمنې سره سره چې معلومات به راټول او شریک به‌یې کړي، د دې راپور تر خپرېدو څه ونه‌ویل.

دا مهال د افغانستان له ملي ټلوېزیون موسیقي نه‌خپرېږي، یو شمېر خصوصي تصویري او غږیزې رسنۍ هم ورته وضعیت لري، خو په یو شمېر کې بیا کمه خپرېږي.

دغو خصوصي رسنیو ځینو خپله ځان سانسور کړی، خو یو شمېر یې چې په ولایتونو کې دي مسؤلینو او کارکوونکو یې مخکې ویلي چې سیمه‌ییزو چارواکو دا بندیز پرې لګولی دی.

د افغانستان په پلازمېنه کابل او د دغه هېواد په هر ولایت کې په لسګونه سندرغاړي او موسیقاران مېشت دي چې اوس د طالبانو په واکمنېدو سره د دوی په خبره ناچار یا کار بدل کړي یا ښار.

XS
SM
MD
LG