د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

پر موسیقۍ د طالبانو د بندیز وېره؛ سندرغاړی شباب اوس دوکانداري کوي


سندرغاړی شباب
سندرغاړی شباب

د طالبانو له خوا پر موسیقي د بندیز له وېرې د هلمند یوه مشهور سندرغاړي سندرې ویل پریښي او دوکانداري کوي.

حبیب الله شباب په تېرو دوو اوونیو کې د موسیقي د الاتو او سندرو ویلو تمرین نه دی کړی.

هغه د هلمند د مرکز لښکرګاه په یوه څنډه کې دوکانداري کوي.

ښاغلی شباب وايي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې سندري ویل پریښي دي: "چا نه دي راته ویلي له ځانه مې فیصله وکړه چې سندرې نورې ونه وایم ځکه چې د اسلامي امارت په مخکني دوره کې هم پر سندرو ویلو بندیز و، فکر نه کوم چې اوس دې هم اجازه ورکړي."

حبیب الله شباب د تېرو ۱۶کلونو کې راهیسې سندرې وايي.هغه په هلمند او کندهار کې د یوه محلي سندرغاړي په توګه شهرت لري.

ښاغلی شباب وايي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې سندري ویل پریښي دي
ښاغلی شباب وايي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې سندري ویل پریښي دي

نوموړي شااوخوا ۱۱ کاله مخکې د ستاره افغان په نوم د یوې ټلوېزوني شبکې په هنري روزنیز پروګرام کې د خلکو په منځ کې شهرت ترلاسه کړی او په ملي موسیقۍ کې یې خپله لومړنی سندره ثبت کړه.

حبیب الله شباب وايي، له دې وروسته غواړي له موسیقۍ پرته نعتونه او اسلامي ترانې و وايي.

شباب زیاته کړه: "غوښتنه مې د اسلامي امارت له مشرتابه څخه دا ده چې لکه څنګه چې د جمهوریت په وخت کې د هنر په برخه کې زموږ لپاره زمینه مساعد وه، د دوی په امارت کې هم موږ ته وخت راکړی چې د نعتونو په برخه کې د ترانو په برخه کې، پرته له سازو سره چې موږ په دغه برخه کې هم کار وکړو. "

طالبان د اګسټ په پنځلسمه د کابل تر نیول کېدو وروسته پر افغانستان واکمن شول.

د دوی تر حاکمیت وروسته په ټلوېزیوني شبکو کې موسیقي محدوده او په ملي ټلوېزیون کې په بشپړه توګه بنده شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیخ الله مجاهد په خپل لومړني کنفرانس کې وویل چې موسیقي د اسلام له نظره حرامه ده او دوی کوښښ کوي چې هنرمندان قانع کړي، څو خپل مسلک تغیر کړي.

د ذبیح لله مجاهد دا څرګندونو ته یو شمېر افغان هنرمندانو عکس العمل ښکاره کړی.

د افغانستان نامتو سندرغاړي اریانا سعید د ازادي راډیو سره په وروستیو څرګندونو کې ویلي و چې دا به د هېواده بهر سندرو ویلو ته دوام ورکړي او په دغه ډول شرایطو کې افغانستان ته د بېرته راتګ هیله نه لري.

XS
SM
MD
LG