د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوټ په پرتګال کې ښوونیزې او روزنیزې چارې پیل کړې


د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیوت زده کوونکي
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیوت زده کوونکي

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیوټ زده کوونکي چې پر دغه هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته پرتګال ته کډوال شول، له شپږ میاشتني ځنډ وروسته یې اوس تازه د موسیقۍ د زده کړو د بېرته پیل خبر ورکړی دی.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوټ مشر احمد ناصر سرمست وایي د موسیقۍ ۱۵۰ زده کوونکو یې خپل تمرینات او روزنې بېرته د پرتګال پلازمېنه لزبون کې د موسیقۍ په کنسرواتور کې پیل کړې.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوټ دروازې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د اګسټ میاشتې په ۱۵ وتړل شوې.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیوت زده کوونکو په برتګال کې زده کړې پیل کړې
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیوت زده کوونکو په برتګال کې زده کړې پیل کړې

ښاغلی سرمست په پرتګال کې په راتلونکو میاشتو کې د دغه انستیتیوټ د فعالیتونو د بیا پیل خبره کوي.

سرمست وایي:" د افغانستان د موسیقۍ ټیم د یو واحد ټیم او کورنۍ په شان خپلې زده کړې د موسیقۍ په معتبره او ستر بنسټ د لزبون ښار د موسیقۍ په کنسرواتور کې پیل کړې چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوټ په پرانیستلو به موږ دوی بېرته هلته انتقال کړو."

د موسیقۍ د دې ښوونځي درېیمه برخه نجونې جوړوي چې په افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته پرتګال ته کډوالې شوې دي.

ښاغلی سرمست د انستیوت د غړو د انتقال لامل، د افغانستان د موسیقۍ خوندیتوب او د موسیقۍ په برخه کې ځوان نسل ته د فرصتونو برابرول ګڼي.

په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیوت زده کوونکي
په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیوت زده کوونکي

طالبان د موسیقۍ اورېدل او کول د شرعیت خلاف عمل بولي او ممانت یې کوي چې د دې کار له امله یې ګڼ شمېر هنرمندان له افغانستانه وتي دي.

افغان سندرغاړی ارش بارز وايي، له افغانستان بهر د ده هېواد د موسیقۍ د ژوندۍ ساتلو لپاره د هر اقدام هرکلی کوي.

بارز وایي:" موږ په دې هیله یو چې د افغانستان د موسیقۍ هنرمندان یو ځل بیا منسجم شي او خپل فعالیتونه پیل کړي، هغه تجربه لرونکي او اکادمیک هنرمندان چې ایران، تاجکستان، ازبکستان او افغانستان ته نږدې نورو هېوادونو ته کډوال شوي، هیله مو شته چې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي."

د افغانستان د موسیقي د ملي انستیتیوت د غړو د فعالیت په پیل سره، داسې ښکاري چې دوی د افغان موسیقۍ د خوندیتوب لپاره ټینګه اراده لري.

ښاغلی سرمست وايي، ټاکل شوې چې د روان کال میلادي کال په سپتمبر میاشت کې، دوی په اروپا کې یو لوی کنسرت ورکړي او له دې لارې د افغانستان د موسیقۍ ځای او ارزښت نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت په ۲۰۱۰کال کې رامنځته شو او په ورستیو کلنو کې یې د کنسرتونو له لارې وکولای شوای چې په ۲۰۱۸کال کې د پولار موزیک په نوم، د نړۍ د موسیقۍ معتبره جایزه د افغانستان په نوم کړي.

XS
SM
MD
LG