د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

بهر مېشتي افغان سندرغاړي: د افغاني موسيقۍ غږ بايد ټپ نه‌شي


افغان موسيقي غږوونکي
افغان موسيقي غږوونکي

له افغانستان بهر یو شمېر افغان سندرغاړي له خپلو هم غاړو غواړي، چې د افغاني موسیقي د غنا له پاره کار وکړي ، او پرې نه ږدي چې د غږ ټپ شي.

د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه وایي، کوم سندرغاړي چې له هېواد څخه بهر اوسیږي او د موسیقۍ په برخه کې زمینه ورته برابره ده، نوې سندرې دې بازارته وړاندې کړي او نور دې هم په دې برخه کې و روزي.

هغه ښار چې یو وخت به له رستورانتونو، د کېسټ پلورنکو له دوکانونو او هر ګوټ د موسیقۍ غږونه اوریدل کېدل، نن پکې چوپتيا خپره ده.

پر افغانستان د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو لس میاشتې تېرېږي او په دې ټوله موده کې په دغه هېواد کې د موسیقۍ په غږولو او اورېدلو بندید لګول شوی دی.

له ښار او بازار سربېره هیڅ یوه رسنۍ د دې حق نه‌لري چې موسیقي خپره کړي، خلک په عمومي ځایونو او شخصي موټرو کې هم سندرې نه‌شي اورېدلي.

دا د طالبانو د امربه معروف او نهی عن منکر د وزارت امر دی.

طالبان وایي د هر ډول موسیقۍ خپرول او اورېدل د اسلام دین خلاف عمل دی.

د طالبانو دې امر ډېر شمېر هنرمندان له هېواد څخه تېښتې ته اړ ویستل او یو شمېر چې په افغانستان کې پاتې دي هم يې خپلې د موسیقۍ الې د طالبانو له وېرې له منځه وړې دي.

په داسې یو وضعیت کې، پېژندل شوې سندرغاړې ښاپیرۍ نغمه چې سندرې یې ګڼ مینه‌وال لر ، له بهر مېشتو سندغاړو غواړي پرې نه ږدي، چې افغاني موسیقي له دې زیاته زیانمنه او تپه شي.

نغمې ازادي راډیو سره په خبروکې وویل، له دغو هنرمندانو چې د دې په خبره زمینه ورته مساعده ده وغوښتل، چې نوې موسیقي د تولید کړي او په دې برخه کې زده کوونکي و روزي.

نوموړې وويل: "هغه هنرمندان چې په بهر کې اوسېږي او زمینه ورته برابره ده ، موسیقي ته باید کار وکړي، نوې سندرې جوړې کړي، زده کونکي وروزي او پرې نه ږدي چې افغانان خپله موسیقي له لاسه ورکړي."

نغمه وايي، سندرغاړي دې نوې موسیقي د تولید کړي او په دې برخه کې زده کوونکي و روزي .
نغمه وايي، سندرغاړي دې نوې موسیقي د تولید کړي او په دې برخه کې زده کوونکي و روزي .

خو سندغاړی احمد مرید ډاډ څرګندوي، چې افغاني موسیقي کله هم نه مري، اوسنی محدویت چې ورباندې لګېدلی تل پاتې نه‌دی او افغان هنرمندان له هرې شونې لارې څخه د موسیقۍ د ودې له پاره هلې څلې کوي.

نوموړی وايي: "د موسیقي پاکه او انساني لاره به تل پاتې وي او هیڅکله به نه مري، که نن موسیقي زیان ویني او په تیاره کې ده، سبا به روښنایي وي."

د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې څو داسې ویډیو ګانې خپرې شوي، چې په‌کې لیدل کېدل، یو شمېر کسان چې شخصي جامې یې په غاړه دي، د موسیقۍ الې ماتوي او سوځوي یې.

هڅه مو وکړه د نغمې د غوښتنې په اړه د هغو افغان سندغاړو نظر هم ولرو، چې د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره د هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي، خو بریالي نه شوو.

XS
SM
MD
LG