د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

ملګرو ملتونو کابل کې د ښځو په پروني لاریون شوې ډزې ځوروونکي بللي


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر طالبانو له دې کبله انتقاد کړی چې په کابل کې د ښځو د پرونیو اعتراضونو په ترڅ کې یې له تاوتریخوالي کار اخیستی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هغه څه چې پرون په کابل کې د یوشمېر ښځو د مظاهرې پرمهال پېښ شول ځوروونکي بللي.

یو شمېر مېرمنو پرون د کار، ډوډۍ او آزادۍ له شعارونو سره په کابل ښار کې مظاهره وکړه او ویې ویل، طالبانو په تېر یوه کال کې له افغان ښځو او نجونو څخه د دوی ټول حقونه تروړلي دي.

دې مېرمنو وروسته ادعا وکړه چې طالبانو پر دوی هوايي ډزې وکړې او ځکه د دوی لیکې هم ګډې وډې شوې.

پر ټولنیزو شبکو پر خپرو شویو ویډیوګانو کې د طالبانو وسله وال د هوايي ډزو په حال کې لیدل کېدل.

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځینه لاریون کوونکو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځینه لاریون کوونکو انځور

د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ښاغلي بېنېټ پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې طالبانو د زړورو افغان مېرمنو د سوله ییزې مظاهرې پر وړاندې زیات ځواک کارولی.

هغه لیکلي چې زور- زیاتی، وېرول او د مرمیو ډزې د بیان د آزادۍ، راټولېدو او د غونډو د جوړولو په برخه کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه ده.

د طالبانو حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د ډزو خبرونه رد کړي، خو ویلي یې دي چې د ښځو دا مظاهره د ده په وینا غیرقانوني وه.

بل خوا د دې مظاهرو پرمهال له ځینو خبریالانو سره د ناوړه چلند په اړه هم ځینې راپورونه خپاره شول.

د راپورونو له مخې درې بهرني خبریالان او یو همکار یې د مظاهرې په اړه د راپور د جوړولو په خاطر د طالبانو له خوا د لنډ وخت لپاره ونیول شول او وروسته خوشې شول.

همداراز د افغانستان د خبریالانو خپلواکې ټولنې ویلي چې دوه تنه افغان خبریالان د پولیسو د ډزو په نتیجه کې برسېرن ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په پروني بیان کې دې موضوع ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې ژورنالیستان د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې باید خوندي وي.

په پلازمېنه کابل کې د ښځو د اعتراض غږ یوځل بیا په داسې حال کې اوچت شوی چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ کلیزه په رارسېدو ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه جمهوري نظام سقوط شو او طالبان له څلورو خواوو کابل ښار ته ننوتل او خپل موقت حکومت یې اعلان کړ.

د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې د جمعې په ورځ د طالبانو د واکمنېدو د کلیزې په مناسبت په یوه تازه راپور کې وویل چې نړیواله ټولنه باید جدي اقدام وکړي څو پر افغانستان واکمن طالبان دې ته وهڅوي چې د وګړو د بشري حقونو اساسي اصولو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG