د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د بشري حقونو کارپوهان: نړۍ بايد پر طالبانو د بشري حقونو د رعايت له امله فشار راوړي


په پنجشېر ولايت کې د طالبانو پوځي موټر
په پنجشېر ولايت کې د طالبانو پوځي موټر

د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې په افغانستان کې د بشري حقونو د تیاره راتلونکې خبرداری ورکړی.

په یوه راپور کې چې پرون د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا پر خپله رسمي ویبپاڼه خپور کړ، له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغانستان پر واکمنو طالبانو فشار راوړي څو د ټولو افغانانو او په تېره د ښځو او نجونو بشري حقوق خوندي کړي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې ډلې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د کلیزې په مناسبت په یوه تازه راپور کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید جدي اقدام وکړي څو پر افغانستان واکمن طالبان دې ته وهڅوي چې د وګړو د بشري حقونو اساسي اصولو ته درناوی وکړي.

په هغه مفصل راپور کې چې پرون د اګست په ۱۲مه خپور شو، دې کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که د افغانانو په تېره د نجونو او ښځو لپاره د روان بشري حالت د پای ته رسولو په برخه کې اقدام ونه شي نو د دې هېواد راتلونکې به ډېره تیاره وي.

دې کارپوهانو د راپور په پای کې هم له طالبانو او هم له نړیوالې ټولنې څخه د خپلو غوښتنو نوملړ وړاندې کړی دی.

دې ډلې له طالبانو غوښتي دي چې سمدستي د نجونو منځني ښوونځي او لېسې پرانیزي او د هغوی لپاره انډول تعلیم یقیني کړي، د ښځو پر ازادانه تګ راتګ، کار او سیاسي ګډون بندیزونه لیرې کړي او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د هر عمل مخه ونیسي.

طالبانو پر افغان ښځو په بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو پر افغان ښځو په بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي.

په راپور کې راغلي دي چې دوی یو کال مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو، چې افغانان، د غیر قانوني بندیخانو، صحرايي اعدامونو، بې‌ځایه کولو او د وګړو د بشري حقونو د محدودودلو په ګډون له بشري سرغړونو څخه خوندي کړي.

دغه راز په ډاګه کړې یې وه چې ښايي په دې ترڅ کې مېرمنې، نجونې او زیانګالي وګړي، د بشري حقونو فعالان، ژورنالېستان، هنرمندان، مذهبي او نور اقلیتونه، معلولان، مدني فعالان او روزونکي ترټولو زیات، متضرر شي.

راپور زیاتوي چې دوی اوس یو کال وروسته بیا هم پر خپله هغه غوښتنه ټینګار کوي.

د ملګروملتونو د کارپوهانو راپور زیاتوي د افغانستان اقتصادي بحران چې له پخوا راهیسې یې میلیونونه افغانان زیانمن کړي وو، نه یوازې کم شوی نه دی بلکې اټکل کېږي چې د پراختیايي چارو د ځنډېدو او په بهر کې د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو له کبله ښايي نور هم پراخ شي.

په راپور کې طالبان د تېر یوه کال په ترڅ کې په بشري سرغړونو تورن شوي او ویل شوي دي چې دوی په سیسټماتیک ډول ښځې او نجونې ځپلي او له ټولنې څخه یې ګوښې ته کړې دي.

د کارپوهانو دې ډلې، چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ یې هم غړی دی خبرداری ورکړی چې د یوه ټولشموله حکومت د نشتوالي له کبله په افغانستان کې د دایمي سولې، پخلاینې او ثبات امکان خورا زیات کمزوری شوی دی.

د دې ډلې په بیان کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د هغو نړیوالو تړونونو په اساس چې افغانستان یې غړیتوب لري، پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت د ملګروملتونو د دې راپور په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG