د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

يوناما: طالبانو په لسو مياشتو کې د پخواني حکومت ۱۶۰ چارواکي وژلي


طالب جنګيالي
طالب جنګيالي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو د سرپرست حکومت غړیو د اګست له پنځلسمې د جون تر پنځلسمې نېټې پوري د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ چارواکي وژلي او په دې کار سره یې هغه عفوه په دوامداره توګه نه ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه.

دا راپور چې نن د جولای په شلمه خپور شو په‌کې راغلي، په تېرو لسو میاشتو کې له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، پرته له محاکمې وژنو، د ملکیانو د خوندیتوب، د خلکو د بندي کولو، نجونو او ښځو د حقونو په اړه مالومات په‌کې راټول شوي.

د یوناما په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۷ مه نېټه د طالبانو د حکومت چارواکو د پخواني حکومت کارکوونکو او افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړو ته د عفوې اعلان وکړ، خو داسي ښکاري چې دا عفوه په دوامداره توګه نه ده عملي شوې.

د تېر حکومت افغان امنيتي سرتېري
د تېر حکومت افغان امنيتي سرتېري

د معلوماتو له مخې یوناما د ۲۰۲۱ د اګست له پنځلسمې نېټې څخه د ۲۰۲۲ د جون تر ۱۵مې تر مودې پوري یو شمېر پېښې ثبت کړي چې ښېي طالبانو د پخوانیو دولتي او امنیتي چارواکو لږ تر لږه ۱۶۰ کسان پرته له محاکمې وژلي دي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو استازې فیونا فرېزر په دې اړه ویلي: "یوناما د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له بشري حقونو پراخې سرغړونې مستندې کړي چې په‌کې پرته له محاکمې وژنې، شکنجه او ناوړه چلند، پر خپل سر د خلکو نیول او توقیف شامل دي. موږ د دغو سرغړونو په اړه کافي پلټنې او د چارواکو حساب نه دی لیدلی. په داسي حال کې چې معافیت حاکم دی، دا ډول سرغړنې دوام لري."

په دې راپور کې راغلي چې که څه هم په تېرو لسو میاشتو کې تر ټولو زیاتو ملکي تلفاتو مسئولیت داعش ډلې ته راجع کېږي او که څه هم طالبانو د امنیت ښه کولو پر لور یو شمېر ګامونه پورته کړي لکه د عفوې پرېکړه خو د ډسمبر د درېيمې فرمان چې د ښځو د حقونو او بندیانو په اړه وو، دا ښېي چې طالبان هم د ګڼو بشري حقونو سرغړونو مسئولیت لري.

یوناما د ښځو د حقونو له منځه وړل د طالبانو د حکومت یو له پام وړ اړخونو څخه بللی دی.

د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو سخت محدوديتونه وضع کړل
د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو سخت محدوديتونه وضع کړل

همدا راز یادونه شوې چې د اګست له ۱۵ راهیسې، په تعلیمي ډګر کې د ښځو او نجونو په تدریجي ډول د بشپړ ګډون، د کار ځای او د عامه او ورځني ژوند نور اړخونه محدود شوي او په ډېری مواردو کې په بشپړه توګه له مینځه وړل شوي.

د دې راپور په خبره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د بېرته نه ستنېدو پرېکړه په‌دې مانا ده چې د نجونو یو نسل به خپلې ۱۲ کلنې لومړنۍ زده کړې بشپړې نه‌کړي.

د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له نړيوالو غبرګونونو سره سره اوس هم تړلي دي.
د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له نړيوالو غبرګونونو سره سره اوس هم تړلي دي.

یوناما په دې راپور کې اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو د حکومت چارواکي له معافیت څخه برخمن دي او طالب چارواکي باید له بشري حقونو څخه د سرغړونو پلټنې وکړي.

یوناما د طالبانو د حکومت د دوو ادارو په اړه ځانګړې اندېښنه ښودلې، چې دا دوې ادارې د طالبانو د حکومت امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت او د استخباراتو اداره یادې شوې چې د راپور په وینا یې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ازادي سلب کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو یاد راپور رد کړ.

هغه وايي: "په افغانستان کې د بشري حقوقو په نامه د یوناما راپور حقیقت نه لري. په هېواد کې هېڅ ډول خپل سرې وژنو او نیونو ته اجازه نه شته. که څوک پخپل سري ډول وژنې او یا نیونې وکړي پخپله مجرم ګڼل کېږي او له شرعي قانون سره به مخ کېږي. په دې مورد د یوناما راپور حقیقت نه لري، بلکې پروپاګند دی."

XS
SM
MD
LG