د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د ګوندونو فعالیت او اړتیا په اړه د طالب چارواکو څرګندونو غبرګونونه پارولي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې په افغانستان کې سیاسي ګوندنه تفرقه اچونکي دي، سیاسي ګوندونه بیا د طالبانو حکومت عدم مشروعیت ته ګوته نیسي او د چارواکو دا ډول څرګندونې یې ناقانونه ګني.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت بې ګټې بولي او ادعا کوي چې دغه ګوندونه د خلکو تر منځ تفرقې ته لمن وهي، د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازي وايي، هغه ډله چې په افغانستان کې کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري نه شي کولای د سیاسي ګوندونو فعالیتونه وننګوي.

د افغانستان د ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند وايي، په افغاني ټولنه کې هر قوم حق لري د یو ګوند تر سیوري لاندې فعالیت وکړي او دا دوی حق دی.

د دې ګوندې ویاند احسان نیرو د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې طالبان په افغانستان کې هېڅ یو قوم او مذهب ته درناوی نه لري، هغه ادعاوې چې طالبانو په تېره کې رد کړې دي.

هغه وویل: "دا چې د طالبانو ډله مشروعیت نه لري او تر اوسه یې په دننه او له افغانستان بهر د مشروعیت لپاره څه نه دي ترلاسه کړي. نو دوی چې د افغانستان د سیاسي ګوندونو په اړه هره پرېکړه کوي هغه غیرقانوني او د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده. دوی د افغانستان په قومونو او خلکو کې تنوع ته احترام نه لري،.ګوندونه به د تېر په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د طالبانو دغه پرېکړې جدي نه نیسي."

د نیرو په وینا، د ګوندونو شتون په نړۍ او افغانستان کې یو اصل دی او دغه اصل ته باید درناوی وشي.

خو د افغانستان جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ګوندونو د راپور تر لیکلو پورې په دې اړه له ازادي راډیو خبریال سره خپل نظر شریک نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې سیاسي ګوندونه د خلکو ترمنځ په تفرقې اچولو تورن کړل.

د دې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر د وزارت د تېر یو کال د لاسته راوړنو د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، په افغانستان کې اوسمهال سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نه شته.

حیدر وايي: "اوسمهال په افغانستان کې سیاسي ګوندونو ته هېڅ اړتیا نه شته. دغه ګوندونو د افغانستان خلک په کونجونو تقیسم کړي، په ژبو تقسیم کړي، په بېلابېلو سیمو تقسیم کړي، په بېلابېلو نومونو تقسیم کړي. دغه ګوندونه پرته له دې چې افغانستان بیا په بېلابېلو نومونو وویشي او افغانستان یو ځل بیا له ستونزو سره مخ کړي بله معنی نه لري. نن په افغانستان کې سیاسي احزابو ته اړتیا نه شته. له نیکه مرغه خپل سیاسي احزاب او د هغوي وګړي په دې قایل شوي دي چې ټول د ورونو په شکل د یو اسلامي چتر لاندې په افغانستان کې ژوند وکړي."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته افغان سیاسیونو او ګوندونو خپل فعالیتونه تر ډېره انلاین غونډو ته رامحدود کړي دي.

تېره میاشت د افغانستان یو شمېر پخواني سیاسي څېرو هم د مقاومت عالي شورا په نوم یو شورا رامنځته کړه.

دغې شورا په لومړي ځل په انلاین بڼه ناسته کې د دوی په وینا د افغانستان په وروستیو حالاتو خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG