د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د جمهوریت ۴۸ مه کلیزه؛ افغانستان کې جمهوري نظام څومره عملي بڼه خپله کړې؟


ارشیف، ارګ ماڼۍ
ارشیف، ارګ ماڼۍ

له نن څخه ۴۸ کاله مخکې د ۱۳۵۲ لمریزکال د چنګاښ په ۲۶ سردار محمد داوود خان د خپل تره په زوی محمد ظاهر شاه کودتا وکړه، شاهي نظام یې له منځه یوړ او جمهوریت یې اعلان کړ.

اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ستونزې، کورني اختلافات د سردار محمد داوود خان د کودتاه عمده لاملونه یاد شوي.

خو ځينې تاریخ پوهان په دې باور دي چې سردار محمد داوود خان د خپل جمهوریت پر مهال، دموکراتیک ارزښتونه ونه شوای ساتلی.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اریانا دایره المعارف رییس او د پوهنتون استاد فاروق انصاري وايي: "له ۱۳۵۲ څخه تر ۱۳۵۷ پورې د جمهوریت په دوره کې یو ځل هم ټاکنې ترسره نه شوې او لویې جرګې هم په فرمایشي ډول جوړېدې، نو پر دې اساس ویلی شو هغه جمهوري نظام چې سردار محمد داوود خان رامنځته کړی و یوازې په نوم جمهوریت و، خو نور همغه شاهي نظام پر مخ روان و."

خو په افغانستان کې د جمهوریت غوښتونکو حزب مشره عادله بهرام بیا وايي، جمهوري نظام رامنخته کول یوه لویه لاسته راوړنه وه:" نن د چنګاښ ۲۶مه د جمهوریت یعنې د دموکراسۍ د پیل سره برابره ده، جمهوریت د افغانستان خلکو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، د ښځو حقوق، د بیان ازادي، ښوونځي او ګوندونه دا ټول د جمهوریت د پیل ثمره ده."

د اغلې بهرام په خبره، خو راورسته کودتا او د څو لسیزو جګړو دغه ارزښتونه تقربیاً له منځه یوړه.

عادله بهرام بیا وايي، جمهوري نظام رامنخته کول یوه لویه لاسته راوړنه وه
عادله بهرام بیا وايي، جمهوري نظام رامنخته کول یوه لویه لاسته راوړنه وه

اوس چې د جمهوریت د رامنځته کېدو ۴۸ کاله پوره کېږي او په پښو ولاړ دی، پوښتنه دا ده چې دغه نظام څومره عملي بڼه خپله کړې؟

باور دا دی چې تېزه جګړه او د سولې د خبرو نامعلوم برخلیک د دې نظام ستنې څه نا څه سستې کړي دي.

د جمهوري نظام سرسخت مخالفېن طالبان او یو شمېر نورې وسله والې ډلې دي.

خو افغان حکومت بیا په ټینګار سره وايي چې د جمهوري نظام ټول ارزښتونه به تل پاتې وي او د ساتلو لپاره یې هر اړخیزه اجماع موجوده ده.

د جمهوري ریاست د سټراتیژیکو او عامه اړیکو د دفتر د مطبوعاتو رییس میر احمد یاد وايي:" په افغانستان کې د جمهوریت د ساتنې لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړېواله کچه اجماع موجوده ده، د افغان حکومت یو اساسي شرط د جمهوریت او ډموکراسۍ ساتل دي، دغه ارزښت سیمې او نړۍ منلي او هر ځای کې دفاع هم ترې شوې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د خلکو دغه ارزښت ته تل احترام کړی او په هر ډول مذاکراتو کې به له دغه اررښته دفاع کوي."

څو ورځې مخکې افغان جمهور رییس محمد اشرف غني هم د ځوانانو په یوې غونډه کې ويلي و چې جمهوریت څخه به په هر قیمت سره ساتنه کوي.

که څه هم اوسنۍ جمهور نظام د سردار محمد داوود خان د میراث څخه نه بلل کېږي خو هغه د جمهوریت په بنسټ ایښودلو سره قدرت له میراثي حالته جمهوریت ته واړوو.

د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ له پیله د جمهوریت د ساتلو په دوام یوازې دوه لسیزې قدرت په سوله ییز ډول د ټاکنو له لارې انتقال شوی او د جمهوریت مهم ارزښتونه لکه د بیان ازادي، د ګوندونو ازاد فعالیت او د قانون پلي کول د مقننه قوې له خوا عملي شوي دي.

XS
SM
MD
LG