د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

طالبان پخوانیو چارواکو ته: له خپلو تېرو ناکامو کړنو زده کړه وکړﺉ


پخوانی جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او د جمعیت اسلامي ګوند د بېلې شوې څانګې مشر عطامحمد نور
پخوانی جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او د جمعیت اسلامي ګوند د بېلې شوې څانګې مشر عطامحمد نور

د طالبانو حکومت وايي، هېڅ څوک افغانستان او افغانانو ته د مقاومت او یا هم بل کوم عنوان لاندې ګواښ نه شي پېښولای.

طالب چارواکي دا څرګندونې د یو شمېر پخوانیو چارواکو او جهادي قوماندانانو له‌خوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مقاومت عالي شورا له اعلان وروسته کوي.

پرون پخواني جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او د جمعیت اسلامي ګوند د بیلې شوې څانګې مشر عطامحمد نور په خپلو رسمي فیسبوک‌ پاڼو ولېکل، دا شورا له طالبانو سره د خبرو لپاره له یو شمېر ګوندونو، ډلو او سیاسي کسانو جوړه شوې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مقاومت د عالي شورا له ادرسه په خپاره شوي بیان کې طالبانو سره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره پر مذاکراتو ټېنګار شوی، خو دا خبرداری هم ورکړل شوی چې که د سولې له لارې د دوی غوښتنې و نه منل شي پوځي اقدام به وکړي.

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې شورا د جوړېدو او خبرداری په غبرګون کې وايي، دغه کسان باید د خپلو تېرو ناکامو کړنو درس واخلي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، خو هغوی چې یې غواړي، ملت به یې پر ضد ودرېږي.

مجاهد زیاتوي:"د دوی تخریب او هېڅ ډول فعالیت ته نور فرصت نه‌ شته. ښه دا ده چې دوی د افغانانو په څېر عادي ژوند ته وګرځي. افغانانو نوې ساه اخیستې او له جګړې راوتلي. د جګړې بدبختۍ ۴۰ کاله تجربه شوې دي، نور دغه مغرض چې په بېلابېلو وختونو کې یې خلک ځورولي او د جګړو باعث ګرځېدلي دي، نور باید ندامت وکړي او د خپلو تېرو ناکامو کړنو درس واخلي. له دوی وروسته دوی ته د دېډول رول پر مخ وړلو فرصت نه دی پاتې. "

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه کسان باید د خپلو تېرو ناکامو کړنو درس واخلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه کسان باید د خپلو تېرو ناکامو کړنو درس واخلي.

د طالبانو د حکومت د پیل په دوهمه ورځ په پنجشېر کې د مقاومت په نوم یوې جبهې هم د جګړې اعلان وکړ او تر نننه د طالبانو د حکومت مخالفت کوي.

دې جبهې تر اوسه په پروان او پنجشېر کې له طالبانو سره نښتې هم کړي.

د ملي مقاومت جبهه طالبان تورنوي چې د بشر حقونه یې نقض کړي او یو ټول‌ګډونه حکومت یې نه دی جوړ کړی.

په پنجشېر کې د مقاومت جبهه
په پنجشېر کې د مقاومت جبهه

هغه خبرې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مقاومت عالي شورا په اعلامیه کې یې هم یادونه شوې، خو طالبان بیا د دې څرګندونو په غبرګون کې وايي، هغوی چې د افغانستان په تېر ۲۰ کلن تاریخ کې واکمن او په فساد اخته وو، نور په دولتي چوکاټ کې ځای نه ‌لري.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مقاومت عالي شورا که څه هم ویلي، په جوړښت کې یې ګوندونه، سیاسي ډلې او مطرح څېرې شته، خو په اعلامیه کې یې له دوی د یوه یادونه هم نه ده شوې.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې شورا د جوړېدو په اړه له ښاغلي سیاف او ښاغلي نور سره خبرې وکړو، خو بریالۍ نه‌شوه.

د دې شورا له ادرسه په خپره شوې اعلامیه کې پر طالبانو ځینې تورونه هم لګېدلي چې ګنې د مخکیني حکومت د نظامیانو او چارواکو په مرموزه وژنه کې لاس لري، خو طالبانو تل دا تورونه تل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG