پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د سیاسي ګوندونو فعالیتونه هم په ټپه ولاړ دي.
د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشران او مسؤلین وایي، که طالبان د ټولنې د نورو قشرونو تر څنګ د سیاسي ګوندونو فعالیتونو ته هم اجازه ور نه کړي، د حکومتولۍ دوام به بې لانجمن او استبدادي وي.
د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دغه ګوند له تېرو ۲۴ کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د یو مطرح سیاسي ګوند په توګه فعالیت درلود چې اوس یې طالبانو فعالیت بند کړی دی.
ښاغلی ګیلاني وایي په ټوله نړۍ کې سیاسي ګوندونو د حکومتونو او دولتونو په جوړښت کې موثره رول لوبولی او په تېرو کلونو کې د افغان سیاسي ګوندونو سالمې نیوکې د دې لامل شوي چې د نظام په ځینو برخو کې اصلاحات رامنځته شي.
ګیلاني وایي:" که ګوندونه پر حکومتونو نیوکې کوي هغه واک ته د رسېدلي کسانو د اصلاح لپاره وي چې کله هغوی ځان اصلاح کړي هغه بیا د هماغه هېواد په خیر تمامېږي، نو که اوس دوی ته اجازه ور نه کړي او یوازې د طالبانو تحریک وي، زه په دې باور یم چې دا به هم په نړیواله کچه بد عکس العمل ولري او هم په هېوادکې دننه."
ښاغلی ګیلاني په دې باور دی چې که طالبان سیاسي ګوندونو ته د فعالیتونو اجازه ور نه کړي او خپل حکومت هم ټول ګډونه نه کړي د نړۍ په کچه به یې د حکومت په رسمیت پېژندل نور هم سخت شي.
په افغانستان کې له تېرو ۴ لسېزو راپدېخوا بېلابېلو سیاسي ګوندونو فعالیتونه کاوه، ان دا چې په وروستي جمهوري نظام کې یې په کابینه کې په پراخ شمېر وزیران او استازي درلودل.
وحدت اسلامي ګوند یو له دغو ګوندونو و چې د افغانستان د جهاد پر مهال جوړ شوی دی.
د دې ګوند مشر محمد محقق چې په تېر جمهوري حکومت کې د اجراییه ریاست مرستیال، د ولسمشر سلاکار او بېلابېلو نورو لوړ دولتي پوستونو کې دندې ترسره کړې دي ، ازادي راډیو سره مرکه کې وویل، که څه هم په تېر جمهوري حکومت کې د سیاسي ګوندونو ملاتړ نه کېده او د جمهوري ریاست او ملي شورا په انتخاباتو کې یې د رایو حق نه درلود، خو په خبره یې بیا یې هم په هره دوره کې د ګوند له شپږو تر اتو غړو په فردي توګه د رایو په ګتلو کابینې ته لاره موندله او په دې توګه یې په دولت او حکومت کې ونډه درلوده.
خو ښاغلی محقق وایي، طالبانو په داسې وخت کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه بند کړي چې تراوسه د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي.
محقق وایي:" تراوسه هېڅ جریان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، دا یو نظامي قدرت دی چې د یو بهرني هېواد په ملاتړ راغلی او واک یې خپل کړی، امریکا له ښاغلي اشرف غني ستړې شوې وه، د ۱۸ میاشتینیو مذاکراتو په پای کې یې حکومت طالبانو ته تسلیم کړ، نو وبه ګورو چې طالبان به په همداسې توګه دوام ورکړي که نه."
خو د ځینو سیاسي ګوندونو چارواکي وایي طالبان یې د سیاسي او فرهنګي فعالیتونو مخه نه شي نیولای.
د برهان الدین رباني په مشرۍ د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند هم کلونه وړاندې د جهاد پر مهال رامنځته شو، چې د افغانستان دحکومت په بېلابېلو پړاونو کې یې سیاسي فعالیتونه او ونډه درلوده.
خو په وروستي یو کال کې دغه ګوند د خپلمنځي سیاسي اختلافاتو له امله په دوو برخو ووېشل شو چې د یوې برخې مشري د نوموړي زوی صلاحالدین رباني کوي او د بلې هم عطا محمد نور.
د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند غړی جمشېد اقبال وایي، دغه ګوند په هره سیاسي دوره کې خپل فعالیت کړی او په خبره یې اوس چې ټولنیزې رسنۍ د سیاسي او فرهنګي فعالیتونو لپاره اسانه او روانه لار ده، دوی به لا هم له دې لارې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
ښاغلي اقبال ازادي راډیو ته وویل، طالبان اړ دي چې د سیاسي برخلیک په اړه د خلکو حقونو ته ژمن او د دوی ګډون ته زمینه برابره کړي خو په خبره یې که طالبان دا شرایط او حقونه پر ځای نه کړي افغانستان به یو ځل بیا په نړۍ کې د ترهګرۍ په ځاله بدل شي.
اقبال وایي:" د افغانستان جمعیت اسلامي په دې باور دی چې د طالبانو حکومت باید د خلکو د سیاسي برخلیک په اړه د دوی حقونه تامین کړي، خو که چېرې طالبان د خلکو پر ټولنیز او سیاسي عدالت باور ونه لري او باور ونه کړي، د طالبانو د حکومت دوام د افعانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه بولي او باور لرو چې د دې ډلې په موجودیت کې به له بده مرغه افغانستان په نړۍ کې د ترهګرۍ په امنه ځاله بدله شي."
ښاغلی اقبال په دې باور دی چې ډموکراسي او د نظام ټول ګډون کېدل د حکومتونو د دوام یوازینۍ لاره کېدای شي او په خبره یې د ډموکراسۍ مهمه برخه هم د سیاسي ګوندونو فعالیتونه جوړوي.
خو طالبان وایي د اوس لپاره هېڅ سیاسي ګوند د فعالیت اجازه نه لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند مفتي بشار ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د دوی حکومت د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو لپاره کوم طرزالعمل نه دی جوړ کړی او اوس د دغه وزارت له لوري یوازې خیریه موسسو ته جوازونه ورکړل کېږي.
بشار وایي:" د اوس لپاره د عدلیې وزارت یوازې مرستندویه موسسو او ټولنو ته د فعالیت اجازه ورکوي، د سیاسي ګوندونو لپاره طرزالعمل نه دی جوړ شوی او دا روان حالت هم نه ایجابوي چې سیاسي ګوندونو ته جوازونه ورکړل شي، په راتلونکي کې به اړتیا، ګټو او زیانونو ته په کتو سره سیاسي ګوندونو ته د جواز ورکولو په اړه پرېکړه وشي."
د تېر جمهوري حکومت د عدلیې وزارت د چارواکو په خبره له دغه وزارت سره په دې وروستیو کلونو کې ټول ۷۰ سیاسي ګوندونه ثبت او جوازونه یې ورکړي وو.
هڅه مو وکړه په دې راپور کې د انوارالحق احدي په مشرۍ د افغان ملت، د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي، همدارنګه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د ځینو نورو ګوندونو دمسوولینو نظرونه هم واخلو خو د دې ګوندونو مشرانو او ځینو غړو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وایي اوس چې طالبانو په افغانستان دننه د سیاسي ګوندونو فعالیت بند کړی ډېری د ګوندونو مشران او غړي د ځانونو د امنیت د وېرې له امله نه شي کولای ان په دې اړه غږ پورته کړي.
خو وړاندې طالب ویاندویانو په ځلونو په بېلابېلو خبري غونډو او مرکو کې ډاډ ورکړی چې په راتلونکې کې به د ټولنې ټولو قشرونو ته د مشارکت زمینه برابره کړي.
خو د سیاسي ګوندونو د فعالیت په اړه یې مشخص څه نه دي ويلي.