د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د 'مقاومت ملي جبهې' د ۵۸ طالبانو د وژلو او ۴۰ نورو د ژوندي نيولو ادعا کړې


د افغانستان د 'مقاومت ملي جبهې' يو شمېر سرتېري
د افغانستان د 'مقاومت ملي جبهې' يو شمېر سرتېري

داسې مهال چې د مقاومت ملي جبهه د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې د ۵۸ طالبانو د وژل کېدو او د ۴۰ نورو د نیولو ادعا کوي، طالب چارواکي یې دا دعوه ردوي.

د مقاومت ملي جبهې چې د طالبانو د اوسني حکومت پر ضد یې ټوپک پورته کړی او وسله‌وال یې په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو سره په جګړه بوخت دي، ادعا کړې چې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې یې ۵۸ طالب وسله‌‌وال وژلي، ۱۲ یې ټپیان کړي او ۴۰ نور یې اسیران کړي دي.

دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړې لیکلي: "دغه طالبان د عنابې ولسوالۍ په «ارزو دره» کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول ونیول شول."

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد او دروغ وبلله.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي: "دوی غواړي خپلو بادارانو ته په داسې تبلیغاتو سره ځان ثابت کړي."

خو د مقاومت ملي جبهې د اسیر شویو طالب وسله‌والو ویډیو هم خپره کړې ده چې په کې لیدل کېږي، اسیر شویو طالبانو خپلې وسلې پر ځمکه اېښي او تر مخه یې د مقاومت ملي جبهې وسله‌وال ولاړ دي.

طالبانو وړاندې د دوی پر ضد د مقاومت جبهې وسله‌والو مبارزه هم خیالي بللې وه، خو وروسته یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ومنله چې د دې جبهې وسله‌‌والو سره یې جګړه کې یو شمېر ځواکونه وژل شوي دي.

د مقاومت ملي جبهې په نوم وسله واله ډاله په پنجشېر او ورڅېرمه ولايتونو کې طالبانو سره په جګړه بوخته ده.
د مقاومت ملي جبهې په نوم وسله واله ډاله په پنجشېر او ورڅېرمه ولايتونو کې طالبانو سره په جګړه بوخته ده.

د جون په اووه‌لسمه د مقاومت ملي جبهې ادعا وکړه چې د طالبانو یو هلیکوپټر یې له څلورو تنو سره سقوط کړې او نیول شوي پیلوټان او قوماندان یې له دوی سره اسیران دي، خو طالبانو لومړیو کې دا ادعا رد کړه، مګر تر هغه وروسته چې د مقاومت ملي جبهې د هلیکوپټر د سقوط او د اسیرانو ویډیو خپره کړه، طالبانو وویل، الوتکې د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې.

د طالبانو او د مقاومت ملي جبهې ترمنځ د جګړې سنګرونه وروسته تر دې ګرم شول چې په ایران کې د دواړو لوریو د پلاویو غونډې پایله ور نه کړه.

درې ورځې وړاندې د مقاومت ملي جبهې خپله رسمي کړنلاره اعلان کړه او ویې ویل: "سیاسي، ټولنیزو، قومي او نظریاتي توپیرونو ته له پام کولو پرته، د طالبانو پر ضد د ټولو مخالفینو يو ځای کول یې داعیه ده."

خو پرون د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د کابل د بیا ځلي نیولو د یو کلنۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې خبرداری ورکړ چې په کور دننه به د دوی پر ضد را پورته شوې هره ډله وځپي.

ښاغلي مجاهد وويل: "هر هغه څوک چې د بغاوت په نامه وي او که دا یو څو خیرن تور کالیان وي، دا به په سزا رسېږي. دوی نه‌شي توانېدلای چې د هېواد امنیت خراب کړي او دا راغلي خوشحالي ترې واخلي."

د مقاومت ملي جبهه، د افغانستان د ازادۍ تحریک او داعش هغه ډلې دي چې عملا یې اوس‌مهال په افغانستان کې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پر ضد وسله‌واله مبارزه پیل کړې، خو په سیاسي برخه کې بیا د افغانستان د مقاومت او ژغورنې شورا او د افغانستان جمهوریت غوښتونکي دوه بهیرونه دي چې تازه یې خپل فعالیت پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG