د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

موندنې: طالبانو پنجشېر کې ملکي وګړي د وسلو لرلو په تور نيولي او ځورولي


طالب جنګيالي
طالب جنګيالي

یو شمېر تازه ویډیوګانې ښيي چې طالبانو په پنجشېر ولايت کې ملکي وګړي د وسلو د لرلو په تور نیولي دي.

په دې ویډیو ګانو کې ليدل کېږي چې طالب وسله‌‌وال نیولو شویو کسانو ته سپکې سپورې وايي او ملنډې پرې وهي.

دې ویډیوګانو پراخ بحثونه را پارولي او په ټولنیزو رسنیو کې تبصره کوونکو طالب وسله‌وال له دې امله چې نړیوال بشردوستانه قوانین یې نقض کړي، غندلي دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، هغه کسان چې له دوی سره د شوي چلند په اړه شکایت لري، د بندیانو کمېسیون ته دې مراجعه وکړي.

هغه ويډيوګانې چې خپرې شوي په‌کې ښکاري چې طالب وسله‌والو یو شمېر ملکي وګړي نیولي، لاسونه یې پرې تړلي او غواړي یو بل ځای ته یې انتقال کړي.

طالبانو پنجشېر کې له ملکيانو سره د تاوتريخوالي چلند رد کړی دی.
طالبانو پنجشېر کې له ملکيانو سره د تاوتريخوالي چلند رد کړی دی.

ليدل کېږي چې ویډیو خپله یو طالب وسله‌وال جوړه کړې او سیمه یې پنجشېر ښيي، چېرته چې د طالبانو او د مقاومت ملي جبهې ترمنځ د جګړې سنګرونه ګرم دي.

په دې ویډیو کې ادعا کېږي چې دا کسان د وسلو د لرلو په تور نیول شوي، خو تر ټولو مهم بحث له دوی سره شوی چلند دی.

په ټولنیزو رسنیو کې را پورته شوي بحثونه دا دي چې طالبانو له نیولو شویو کسانو سره د ټولو بشري او نړیوالو قوانینو ضد چلند کړی دی.

"هره هغه څوک چې غیر قانوني وسلې ساتي، هغه د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول کېږي"

د يادو ويډيوګانو په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل: "موږ ټولو امنیتي ځواکونو ته ویلي دي چې له هیچا سره ناوړه چلند و نه کړي. موږ د بندیانو لپاره د برر سۍ کمېسیون لرو، د هغوی شکایت او ستونزې اوري او رسېده‌ګي ورته کوي. که څوک کوم شکایت او یا هم ستونزه لري، کولای شي، خپله ستونزه او شکایت له دې کمېسیون سره شریکه کړي."

طالبانو له دې وړاندې هم په ځلونو ژمنه کړې چې له خلکو سره بد چلند کوونکي خپل وسله‌‌وال به نیسي، خو داسې مهال چې په دې ویډیو کې د بد چلند کیسه روښانه ده، طالبان له خلکو غواړي چې له دوی سره د شوي چلند په اړه شکایت وکړي.

په پنجشېر کې د دې نیول شویو کسانو د کورنۍ له غړو سره مو د اړیکې نیولو کوښښ وکړ، خو بریالي نه‌شو، مګر د سیمې څو تنو اوسېدونکو تأیید کړه چې له دوی یو تن یې ښوونکی دی.

همدا ډول د مقاومت ملي جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "طالبانو د دوی د ځواکونو له‌خوا له پرله‌پسې ماتې خوړو وروسته، د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې لسګونه ملکیان نیولي."

په ټولنیزو رسنیو کې را پورته شوي بحثونه دا دي چې طالبانو له نیولو شویو کسانو سره د ټولو بشري او نړیوالو قوانینو ضد چلند کړی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې را پورته شوي بحثونه دا دي چې طالبانو له نیولو شویو کسانو سره د ټولو بشري او نړیوالو قوانینو ضد چلند کړی دی.

ښاغلي احمدي زیاته کړې، طالبانو همدا ډول په ملایمه سیمه کې ۸ او په پوجاوه سیمه کې ۵ کورنۍ په زور له خپلو کورونو ویستي.

خو طالبانو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو له حقوقي او بشري پلوه له اسیرانو، یا هم په بل هر تور نیول شویو کسانو سره غیر انساني چلند جواز لري؟

حقوق پوه وحید فرزه‌يي همدا پوښتنه ځوابوي او وايي: "له جنګي اسیرانو او د دولتي ځواکونو له‌خوا په هر تور نیول شویو ملکیانو سره هر ډول غیر انساني او له اخلاقي اصولو ورهاخوا چلند، له قانوني، شرعي، انساني او اخلاقي پلوه هیڅ جواز نه‌لري."

دا لومړۍ ویډیو نه‌ده چې له خلکو سره د طالب وسله‌والو ناوړه چلند ښيي، بلکې له دې وړاندې هم ورته ویډیوګانې خپرې شوي چې طالبانو رد کړي دي.

دغه راز يوه بله ويډيو چې ځای او د ثبت دقیقه نېټه یې معلومه نه‌ده يو تن په‌کې ښکاري چې وهل شوی دی.

ياد وهل شوی کس ادعا کوي چې د کمانډو سرتېری دی او طالبانو له دې امله وهلی چې ګنې د امریکا او ناټو غلامي یې کړې ده.

دا ویډیو هم طالبانو نه‌ رد او نه تأیید کړه.

له دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان او ترڅنګ یې د بښنې نړیوال سازمان په خپلو جلا جلا راپورونو کې ویلي، طالبانو د مخکني حکومت یو شمېر چارواکي او امنیتي سرتېري ترې تم کړي او یا یې هم وژلي دي.

خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG