د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د طالبانو له خوا په سرپل کې د شیعه ګانو یوه جومات کې د موسیقۍ غږول تایید شول


د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي طالب ځواکونه د سرپل په بلخاب کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې موسیقي غږوي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې په کې لیدل کېږي، د سرپل بلخاب ولسوالۍ کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې څو طالب ځواکونه موسیقي غږوي.

خو په ویډیو کې نه ښکاري، چې دا کومه سیمه ده او کله ثبت شوې ده.

د دې ویډیو له مخې د دغو ځواکونو یو تن غړی د جومات پر ممبر ناست دی او موسیقي اوري.

د بلخاب په سرپل ولسوالۍ کې یوې سیمه ییزې سرچینې دغه پېښه تایید کړې او ازادي راډيو ته یې وویل، چې طالبانو خلک وېرولي او د خپلو کورونو پرېښودو ته یې اړ کړي دي.

دغې سرچینې چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل: "موسیقي اوري، ما ولید، زه دروغ نه وایم، موسیقي اوري، سندرې وایي کله چې اهل تشیع خلکو سره جګړه کوي باید په مذهبي مسایلو کې خلکو ته درناوی وکړي، کله چې داسې کارونه کوي د خلکو مقدساتو ته احترام نه کوي، خلک غصه کېږي او اړ کېږي چې کډه وکړي کله چې زموږ مقدساتو ته احترام نه کوي خدای پوهېږي چې بیا موږ یا ناموس سره به مو څه کوي."

له دې سره د افغانستان د تېر نظام د ولسي جرګې پخواني غړي د دې ويډیو پر غبرګون کې پر ټویټر لیکلي: "معلومه ده چې دا خلک یا د جومات پر حرمت او سپېڅلتیا باور نه لري او یا دا چې د شعیه ګانو جومات واقعي اسلامي جومات نه بولي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو د وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت ویاند زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد بيا د بلخاب د شيعه ګانو په جومات کې د موسيقي د غږولو په اړه بې خبري وښوده او ويې ويل، چې که دا خبره رښتيا وي، عاملين به يې مجازات شي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه زیاتوي: "که داسې څه شوي وي هغه کسانو چې دا عمل یې ترسره کړی، سزا به ورکړل شي ځکه دا سپکاوی دی."

بل خوا، پر ټولنیزو رسنیو څو نورې ویډیوګانې هم لاس په لاس کېږي چې په کې ادعا کېږي د طالبانو یو چارواکی له لوګر ولایت څخه خوست ته د خپلې مېرمنې د انتقال لپاره پوځي هیلیکوپټره کارولې ده.

حبیب الرحمن لوګری چې په ابو عمر لوګري مشهور دی او په لوګر ولایت کې ځان د طالبانو غړی معرفي کوي، د دې موضوع په اړه یې پر ټویټر پاڼه لیکلي: "کله چې چورلکه کېناسته، هغوی په دې تمه وه چې کوم دولتي چارواکی راغلی دی، خو ویې لیدل چې د نور له کوره ښځې راووتلې او کله چې یې پوښتنه وکړه خلکو وویل، د نور وردګ زوم په هیلیکوپټره کې راغلی چې خپله مېرمن خوست ته بوځي، د هغه په خبره لسګونه خلک د دې پېښې شاهدان وه."

په لوګر ولایت کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس په لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي، په دې اړه څېړنې روانې دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا موضوع ردوي.

هغه وویل: "دا سمه نه ده زه جداً دا ردوم، هر چا چې دا شایعه خپره کړې سمه نه ده، موږ څېړنه کړې خوست هېڅ کومه هیلیکوپټر نه ده تللې دا شایعه ده."

له دې مخکې هم په پنجشېر ولایت کې د احمد شاه مسعود قبر ته څېرمه د طالبانو د اټن کولو ویډیوګانې خپرې شوې وې چې دې کړنې تند غبرګونونه راپارولي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې له دولتي تجهیزاتو څخه د سمې استفادې او له خلکو سره د طالبانو د سم چلند په تړاو د دوی د مشرانو له ټینګار سره سره، د طالبانو په لیکو کې له دې کړنو د سرغړونو راپورونه ورکړل شوي اوپه ځلونو دوی د بشري حقونو د بنسټونو په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو له لوري د خلکو په ځورونې او د افغانانو د حقونو په نقض تورن شوي دي.

XS
SM
MD
LG