د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

په کابل کې د یو شمېر بلوڅ استوګنو د بندي کولو ادعا؛ طالبان یې په اړه چوپ دي


طالبان
طالبان

په کابل کې یو شمېر بلوڅ استوګن ادعا کوي چې طالبانو یې پر کورونو چاپې وهلي او تر پنځلس زیات کسان یې له ځان سره بیولي دي.

شاه بي بي وایي درې زامن یې طالبانو له ځان سره بیولي دي.

دا مېرمن وایي د پاکستان د استخباراتو د ظلمونو له امله اړ شوي چې افغانستان ته پناه راوړي، خو په خبره یې اوس طالبان یې د پاکستان په خوښه ارام ژوند ته نه پرېږدي.

شاه بي بي وایي:" پاکستان پر موږ ظلمونه وکړل، زموږ مشران او کوچني ماشومان یې ووژل نو موږ د خپل امنیت لپاره دلته پناه راوړې او په کډوالۍ کې ژوند کوو، اوس دلته طالبانو د پاکستان په شان پر موږ چاپې ووهلې، نارینه بنديانوي او ورکوي."

چمن د کډوالو خیمې
چمن د کډوالو خیمې

شاه بي بي وایي چې دوی د طالبانو او افغانستان خلاف هېڅ څه نه دي کړي او د کډوالو په شان ژوند کوي.

خو دا نه وايي، چې دوی کله افغانستان ته راغلي دي.

د دغو کورنیو یو بل غړی عمر بلوڅ بیا ازادي راډیو ته وویل، له کوم وخت راهیسې چې طالبان په افغانستان واکمن شوي د دوی د بلوڅو خپلوانو د ورکېدلو، بندي کېدلو او وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

عمر بلوڅ ادعا کوي چې له بلوڅو کورنیو او خپلوانو یې تازه دوه ورځې مخکې ۱۵ تنه طالبان ځان سره بیولي، بیا یې نور هم بوتلل چې شپږ تنه یې اوس هم د هغوی په بند کې دي.

عمر وایي:" دیارلس کسان یې بېرته خوشې کړل خو ځینې نور یې هم له ځان سره وړي او شپږ کسان لا هم بندیان دي، همدارنګه په دې خوشې شویو کې دوه کسان ډېر ژوبل او ټپیان شوي دي ځکه دوی یې د نیولو پر مهال ډېر وهلي ټکولي دي."

محمد عثمان، شېر افغان، محمد رسول، غلام رسول، ګل شاه، دین محمد، شېرمحمد، پټهان بلوڅ، محمد خان، لاغری مری، هوران مری، ساول، جنډو مری، رسول مری او کمندان مری دا د هغو پنځلس کسانو دي چې د عمر جان په خبره یې طالبانو له ځان سره بیولي او بندیان کړي یې وه.

خو نوموړي وویل چې له دې شمېره شپږ تنه غلام رسول، دین محمد، ګل شاه، محمد خان، هوران مری، ګل محمد، دل مراد مری او لا هم د طالبانو په بند کې دي.

دغه بلوڅ کورنۍ وایي کلونه وړاندې یې په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له امله افغانستان کې پناه اخیستې وه او د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمې کالا کوڅه کې اوسېدلې او د دوی په خبره طالبانو هم یاد کسان له همدې ځایه نیولي دي.

ارشیف؛ بلوڅې کورنۍ
ارشیف؛ بلوڅې کورنۍ

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د ژوند د خوندیتوب لپاره دې ورسره مرسته او له نیولو او بندي کولو دې لاس په سر شي.

هڅه مو وکړه د دغو بلوڅو وګړو د ادعاګانو په اړه د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست او د کورنیو چارو وزارت چارواکې وپوښتنو.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته په یو لیکي پیغام کې وویل چې استخباراتو ریاست څخه پوښتنه وکړو او د استخباراتو ریاست ویاند خلیل همراز بیا وویل چې د حکومت مرکزي ویاندویانو سره په اړیکه کې شو.

موږ هڅه وکړه د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نظر واخلو خو نوموړي مو هم پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا ادعا ګانې داسې مهال مطرح شوي چې پر خواله رسنیو هم ځینو بلوڅ فعالانو او د خواله رسنیو کارونکو دغو نیول شویو کسانو ته منسوب عکسونه خپاره کړي او اندېښنه یې پرې څرګنده کړې ده.

تر دې دوه اونۍ مخکې د عبدالرزاق بلوڅ په نوم یو سیاسي فعال په کابل کې د نا پېژانده وسله والو له لوري وتښتول شو او تر هغه وروسته ووژل شو.

هغه مهال هم د ښاغلي بلوڅ همکارانو او دوستانو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو چې نوموړی د طالبانو له خوا وژل شوی خو دا کار د پاکستان په خوښه شوی دی.

خو طالبانو بیا د دې ادعا په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه و ویلی.

XS
SM
MD
LG