د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

له پنجشېر او سرپل د وژنو ريپوټونه؛ توماس نیکلاسن: پر ملکيانو د حملې هر راز ادعا د اندېښنې وړ ده


د پنجشېر په بازار کې د طالبانو ځواکونه
د پنجشېر په بازار کې د طالبانو ځواکونه

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي، پر ملکیانو د حملې په اړه هر راز ادعا د اندېښنې وړ ده او باید په اړه یې څېړنه وشي.

ده زیاته کړه، تل پکار ده چې په دې برخه کې د معلوماتو د سموالي یا ناسموالي په اړه څېړنه وشي.

که څه هم طالبانو په سرپُل، پنجشیر او بغلان ولایتونو کې د وژنو او بد چلند په اړه ادعاوې رد کړي خو د اروپايي اتحادیې استازي ویلي چې دا ډول ادعاوې د اندېښنې وړ دي.

ده پرون (چهارشنبې) په دې باب ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل: "د بشري حقونو له اړخه د دې ډول احتمالي جنایتونو د څرنګوالي په اړه هر راز معلومات، تلفات او پر ملکیانو بریدونه د ډېرې اندېښنې وړ دي.

یقیناً پکار ده چې په دې اړه څېړنې وشي.

څه چې د لا زیاتې اندېښنې وړ دي، هغه په اوس وخت کې په افغانستان کې د معلوماتو د ترلاسه کېدو محدودیت دی، پوهیږو چې سیمو ته د ژورنالېستانو او څېړونکو تګ محدود دی. نو موږ باید یقیناً دا ډول ادعاوې جدي وګڼو. خو تل لازمه ده چې دا معلومات باید تایید شي."

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) د چهارشنبې په ورځ وویل، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالي کې د نښتو په لړ کې د بشري حقونو د سرغړونو په باب د راپورونو په خاطر اندېښنه لري او دا موضوع تعقیبوي.

داسې ادعاوې شوي چې طالبانو د خپل هزاره قوماندان مولوي مهدي مجاهد پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د نوموړي ځینې کسان نیولي او بیا وژلي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو کمېسیون، چې له هېواده بهر مېشت دی، ویلي چې په پنجشېر، بغلان او د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو په وروستیو حملو کې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په بلخاب کې د خپلسرو وژنو په اړه ویلي و چې طالبان ملکیانو ته زیان نه اړوي.

XS
SM
MD
LG